د افغانستان په اړه د شوکت میرضیایف څرګندونې؛ اسلامي امارت یې هرکلی کړی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان د منزوي کېدو پر مخنیوي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دا هېواد باید هېر نشي. ښاغلي میرضایف د دغه هېواد د پارلمان په یو سل او پنځوسمه غونډه کې زیاته کړې، چې له سرپرست حکومت سره باید رغنده خبرې اترې وشي او افغانستان د منځنۍ آسیا د یوې مهمې برخې په توګه په پام کې ونیول شي.

شوکت میرضیایف د خپلو خبرو په دوام ویلي: «موږ باید خپل ګاونډی، افغانستان هېر نه کړو. موږ په دې باور یو، چې د افغانستان د منزوي کېدو د مخنیوي په پار، په نړۍواله کچه د اوسني حکومت له چارواکو سره رغنده خبرې وشي او افغانستان د پراخو سرچینو په لرلو سره، د مرکزي آسیا د یوه غړي په توګه نه بېلېدونکې جغرافیه ده. په دې برخه کې موږ د پارلمانونو ملاتړ مهم بولو.»

له دې سره سم، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د ازبکستان د ولسمشر د دغو څرګندونو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا مهال د کابل او تاشکند ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې او تعاملات پیاوړي شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه زیاته کړې: «په وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او پانګونې په برخو کې تعاملات او اړیکې تر بل هر وخت پیاوړي او مثبت شوي. اسلامي امارت د سیمې له نورو هېوادونو سره هم د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن دی.»

در این اواخر بین افغانستان و ترکمنستان در بخش های سیاسی، تجارتی، اقتصادی،ترانزیتی، سرمایه گذاری و همین قسم دیگر بخش ها روابط و تعاملات نسبت به هر وقت دیگر مستحکم شده است، امارت اسلامی افغانستان می خواهد که با تمام کشور های منطقه روابط خوب داشته باشد

خو پوښتنه دا ده، چې د شوکت میرصیایف دا څرګندونې د افغانستان او اسلامي امارت حاکمیت په تړاو د نړۍوالې ټولنې پر لیدلوري څه اغیز لرلی شي؟

د نړۍوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس ته داسې وویل: «شوکت میرضیایف ټینګار کړی، چې نړۍ دې افغانستان یوازې نه پرېږدي او د خدمتونو وړاندې کولو او د دغه هېواد له خلکو دې خپلو همکاریو او ملاتړ ته دوام ورکړي. دا چاره کولی شي د افغانستان او سیمې نورو هېوادونو ترمنځ اړیکو باندې هم اغېز ولري او هغوی به افغانستان سره همکارۍ او مرستې ته وهڅوي.»

پخواني ډیپلوماټ عزیز معارج بیا د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي، ځکه افغانستان په اوسنیو شرایطو کې همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري او ازبکستان کولی شي د افغانستان لپاره لابي‌ګرۍ به برخه کې اغېزناک رول ولوبوي، څو د سیمې او نړۍ هېوادونه له افغانستان سره لا زیاتو مرستو ته وهڅوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له یورونیوز سره په مرکه کې ویلي وو، چې د ګاونډیو په ځانګړي ډول د ازبکستان له همکارۍ پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دی. د ازبکستان ولسمشر زیاته کړې وه، د افغانستان په تړاو د دغه هېواد تګلاره واقع‌بینانه او اوږدمهاله ده او هېواد یې هېڅکله افغانستان  نه دی منزوي کړی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد