د افغانستان پر خپلواک بهرني سیاست د سهیل شاهین ټینګار

آفاق خبري آژانس؛ کابل: قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین، آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي، چې افغانستان خپلواک بهرنی سیاست لري او په خبره یې، اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې او نورو هېوادونو سره د رغنده اړیکو درلودل خپل نه‌انکارېدونکی حق ګڼي. د هغه په خبره، اسلامي امارت به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې افغانستان د بهرنيو قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدل شي. سهیل شاهین داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو په پراختیا سره، پاکستان له افغانستان سره خپلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې پیکه کړې دي.

سهیل شاهین آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د یوه خپلواک هېواد په توګه او د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره، موږ غواړو له ګاونډیو، سیمې او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو؛ لکه څنګه چې نور هېوادونه یې لري او دا زموږ نه‌انکارېدونکی حق دی. موږ هېڅکله اجازه نه ورکوو چې افغانستان د نورو د سیالۍ ډګر شي.»

په همدې حال، د نړۍوالو چارو شنونکي وايي چې افغانستان حق لري د ملي ګټو ټینګښت او له نړۍ سره د خپلو تعاملاتو د پراخولو لپاره له هر هېواد سره اړیکې او تعامل ټینګ کړي. د دوی په باور، د کابل او نوي ډیلي د اړیکو له ښه کېدو سره د پاکستان مخالفت د نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی او ټینګار کوي، چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه حق لري له ټولو هېوادونو سره ازادې او مستقلې اړیکې ولري.

د نړۍوالو چارو شنونکی عمر صمد بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایی: «په اوسني وضعیت کې دا غوره او طبیعي ده، چې د دښمن – دښمن د ملګري په توګه وپېژندل شي. افغانستان چې لا هم په بشپړ ډول د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، اړ دی چې د خپلو ګټو د تأمین لپاره له هغو هېوادونو سره د اړیکو ټینګولو هڅه وکړي چې له د افغانستان له سیالانو سره ټکر لري.»

د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «پاکستان وايي چې افغانستان باید له هند سره نږدې نه شي او دا کار د پاکستان امنیت ته ګواښ دی؛ خو د نړیوالو اړیکو او نړیوالو قوانینو له نظره دا دریځ د منلو نه دی. افغانستان یو خپلواک هېواد دی او کولی شي د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره مستقلې اړیکې ولري. افغانستان کې هېڅ دولت د پاکستان تر ولکې لاندې نشي پاتې کېدای او اسلام‌اباد باید دا انګېرنه پرېږدي او افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه ومني.»

د ویلو ده چې اسلامي امارت وروستیو کې د سیمې له هېوادونو سره سیاسي، سوداګریزو او ټرانزیټي تعاملاتو ته پراختیا ورکړې؛ هغه بهیر چې د اقتصادي چارو شنونکو به بارو، افغانستان یې په یوه داسې موقعیت کې واقع کړی، چې له مخې به یې د سیمې په یوه مهم کوریدور بدل او د سیمې د سوداګرۍ شبکې د اتصال په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *