د افغانستان او پاکستان اړیکې؛ د بې باورۍ اوږد تاریخ او نوی پړاو

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام آباد ترمنځ ترینګلتیاوې بې ساري پړاو ته رسیدلې دي؛ تر دې حده چې د دواړو هېوادونو چارواکي یو بل په مستقیمه جګړه ګواښي.

له هغه وروسته چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړ که د استانبول خبرې اترې ماتې شي پایله به یې جګړه وي، د کابل ځواب هم سخت او روښان دی.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په قهرجنه لهجه پاکستان وګواښه او د یاد هېواد دفاع وزیر ته یې خبرداری ورکړ چې نه باید پر خپلې ټکنالوژۍ ونازیږي او د افغانانو صبر دې نه ازمایي.

نوموړي پاکستان ته په خطاب وویل چې په افغانستان کې دې د امریکا او روسیې له برخلیک څخه عبرت واخلي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري وايي: « پاکستان دې دا نه هیروي چې روسان او امریکایان په ځمکني لحاظ له موږ څخه ډير لرې وو، خو زموږ او ستاسو نښلون په پنجاب او سند کې ده، ته په خپله ټیکنالوژي مه نازیږه او د افغانانو غیرت او حوصله مه ازمایه.»

په ورته مهال، د سیاسي چارو ځينې شنونکي وایي، تر څو چې پاکستان او افغانستان د مسایلو او ترینګلتیاوو په حل کې د یو بل غوښتنې ونه مني، د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې به پای ته ونه رسیږي.

دوی دغه راز له کابل او اسلام آباده غواړي چې خپلې ترینګلتیاوې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د شنونکو په وینا، که ترینګلتیاوې د خبرو له لارې حل نه شي، په سیمه کې به اوږدمهاله جګړې پیل شي.

د افغانستان او پاکستان اړیکې له کلونو راهیسې له ترینګلتیاوو او بې باورۍ سره مل وې.

اسلام آباد تل کابل خپلو مخالفینو ته په پناه ورکولو تورنوي او کابل هم پاکستان مخالفو ډلو په ځانګړې توګه داعش ته په پناه ورکولو تورنوي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، داسې تمه وه چې د دواړو هېوادونو اړیکې به ښې شي، خو په پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو زیاتوالي او له داعش څخه د اسلام آباد د ملاتړ تورونو یو ځل بیا د دواړو هېوادونو پر اړیکو سیوری غوړولی.

وروستیو ورځو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ سختې څرګندونې او ترینګلتیاوې خپلې لوړې کچې ته رسیدلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *