زمري ۲۴مه ۱۴۰۰؛ د افغانستان په سیاست کې نوی څپرکی
آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه، مازدیګر مهال د پخواني حکومت پر مهال د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله پر خپله فیسبوکپاڼه د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره، د افغانستان له خلکو او نړۍ سره یو مهم پیغام شریک کړ. هغه چې په ظاهري توګه خورا ستړی او ناهیلی ښکارېده، په دې پیغام کې وویل: «د افغانستان ولسمشر هېواد پرېښود او ملت یې له دې حالت سره مخ کړ. خدای دې ورسره حساب وکړي او د افغانستان خلک به هم خپل قضاوت وکړي.»
څلور کاله تېر شول… هغه ورځ چې د تاریخ پاڼه واوښته، بیرغونه ښکته او پورته شول او د افغانستان په تاریخ کې نوی څپرکی پرانیستل شو.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وتلو او د بهرنیو ځواکونو شل کلن حضور پایته رسېدو سره، یو ځل بیا د اسلامي امارت بیرغ د ارګ پر دروازه ورپول شو؛ هغه شېبه چې نه یوازې د یوه شل کلن نظام پای، بلکې د افغانستان په سیاست کې د یوه نوي پړاو پیل و.
له هغې ورځې څلور کاله تېرېږي. دا څلور کاله له هیلو، بدلونونو او ننګونو سره مل وو. اوس د بل هر وخت په پرتله دا جدي پوښتنه مطرح ده: په دې څلورو کلونو کې اسلامي امارت په کورني او بهرني سیاست کې کومې لاسته راوړنې درلودې او کوم خنډونه یې لا هم پر وړاندې پراته دي؟
امنیت؛ تر ټولو ستره کورنۍ لاسته راوړنه
د چارو شنونکي وایي، چې د اسلامي امارت تر ټولو ستره لاسته راوړنه د سراسري امنیت ټینګښت دی. دوی د یوه واحد حاکمیت شتون، د قدرت سیمهییزو جزیرو له منځه وړل او له کوم ځنډ او خنډ پرته د اسلامي امارت د مشر د فرمانونو او حکمونو تطبیق، د سرپرست حکومت نورې مهمې لاسته راوړنې بولي.
د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې په برخه؛ ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې وروستیو څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم او همداراز د مخدره توکو تولید تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی. همداراز د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو راپورونه نسبتاً د مثبتو پایلو کیسه کوي. یوه بله مسئله چې د اسلامي امارت لاسته راوړنه بلل کېږي، له کورنیو عوایدو د ملي بودجې تامین او پر بهرنیو مرستو د تکیې کمېدل دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د تېر څلور کلن مزل په اړه وایي: «اسلامي امارت تر اوسه ښه ځلېدلی دی او په کور د ننه او بهر یې رامنځته شوې ستونزې په ښه توګه حل کړې دي. په بهرني سیاست کې هم ښه ځلېدلی دی او په ډېریو سیمهییزو ناستو او غونډو کې حضور لري. افغانستان کې د یو شمېر هېوادونو ډیپلوماټیکې استازولۍ فعالې دي او د اسلامي امارت استازولۍ هم په څه باندې ۴۰ هېوادونو کې فعالې دي.»
کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر صمد په یوه ویډیویي پیغام کې آفاق خبري اژانس سره خبرو کې وایي: «په تېرو څلورو کلونو کې یوه مهمه لاسته د جګړې پایته رسېدل او د بهرنیو ځواکونو د حضور خاتمه وه او دا چاره ځینو ګټوره هم وبلله. د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې هم مثبتې پایلې درلودې او ویل کېږي، چې د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې یې هم نسبتاً مثبتې لاسته راوړنې لرلې دي، خو لا هم ځینې ننګونې پر ځای دي.»
د اداري نظام جوړښت
اسلامي امارت د پخواني دولت تشکیلاتي جوړښت تر ډېره وساته؛ خو په ځینو برخو کې یې بدلونونه هم راوړي دي. د اسلامي امارت مشر د هېواد په کچه د لویو پرېکړو په رأس کې قرار لري. رییس الوزرا له خپلو سیاسي، اقتصادي او اداري مرستیالانو سره، چې سیاسي معاونیت په دې وروستیو کې حذف شوی هم دی، کابینه مدیریت کوي. د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د ملي روغې جوړې عالي شورا، د ښځو چارو وزات، د سولې په چارو کې د دولت وزارت، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت، د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمیسیونونه او د بشري حقونو کمیسیون هغه بنسټونه دي، چې لغوه شوي دي. په مقابل کې د ریاست الوزرا، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست او ځینې کمیسیونونه لکه سیاسي کمیسیون، امنیتي او تصفیوي کمیسیون، اقتصادي کمیسیون، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون، د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون هغه بنسټونه دي، چې د اسلامي امارت واکمنۍ پر مهال رامنځته شوي دي.
نیوکې او ننګونې
د اسلامي امارت د واکمنۍ مسیر له ننګونو هم خالي نه و. د بهرنیو مرستو بندېدو او د بانکي شتمنیو کنګل کېدو، د تېرو څلورو کلونو پر مهال د هېواد پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز کړی دی. بلخوا د امنیت شورا بنډیزونو او د اسلامي امارت پر ځینو مشرانو د سفر محدودیتونو له نړۍوالې ټولنې سره تعامل هم ستونزمن کړی دی. د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې وروستیو څلورو کلونو کې له پاکستان، ایران او ترکیې د نږدې ۵ میلیونه افغان کډوالو راستنېدو د شته محدودو سرچینو پر وړاندې ستونزې را ولاړې کړي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي استازې رزا اوتونبایوا د روان کال د چنګاښ په ۳مه ویلي وو چې: «یوازې د کال په نیمایي کې، د افغانستان د بشري مرستو اړتیاوو طرحه ۱۹ سلنه تامین شوې ده. دا د مرستندویه بنسټونو په بودجه کې بېمخینې کموالی دی او بشري مرستې یې له ګواښ سره مخ کړې. تر اوسه څه باندې شپږ سوه زره افغانان له پاکستان او ایرانه په روان کال کې هېواد ته را ګرځېدلي دي. خلکو او اوسنیو چارواکو د راستنېدونکو لپاره هڅې کړې، خو له بهرنیو مرستو پرته د راستنېدونکو ستونزو ته رسېدنه ناشونې ده.»
د تېرو څلورو کلونو پر مهال نړۍوالې نیوکې هم کمې نه وې. د بشري حقونو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو زدهکړو او کار په برخه کې محدودیتونه هغه څه دي، چې د نړۍوالې ټولنې له توندو نیوکو سره مل دي. اسلامي امارت د دې نیوکو په ځواب کې تل ویلي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو او نجونو حقونه تامین کړي دي. د پراخ سیاسي ګډون نشتون، د اساسي قانون نشتوالی او د قانون جوړونکو بنسټونو لغوه کول، هغه نورې نیوکې دي، چې وخت ناوخته د نړۍوالې ټولنې له لوري پر اسلامي امارت کېږي. همدارنګه، ځینې هېوادونه کله نا کله د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنې څرګندوي، خو د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوترش د ۱۴۰۲ کال د سلواغې میاشتې په ۳۰مه نېټه په دې اړه په خپله وینا کې ویلي وو: «افغانستان له یوې خوا د داسې دولت له لوري اداره کېږي، چې په نړۍواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی او په نړۍوالو اقتصادي بنسټونو کې نه دی ادغام شوی. له بلې خوا، په نړۍواله ټولنه کې دا برداشت لا هم پر ځای دی، چې ټولشموله حکومت نه دی جوړ شوی، د ښځو، نجونو او بشري حقونو وضعیت په بشپړ ډول بدتره شوی او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې اندېښنې په بشپړ ډول نه دي حل شوې.»
ډیپلوماسۍ کې مخ پر وړاندې ګامونه
د اسلامي امارت واکمنۍ له نږدې څلورو کلونو تېرېدو وروسته، روسیه لومړنی هېواد و، چې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۳مه نېټه یې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده او په دې توګه دا د اسلامي امارت لپاره په ډیپلوماټیک ډګر کې تر ټولو ستره لاسته راوړنه وه.
تر دې وړاندې، د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي کې، قزاقستان لومړنی هېواد و، چې د اسلامي امارت نوم یې رسماً د ترهګرو او ممنوعه ډلو له نوملړ وایسته. په دوام یې قرغېزستان هم درې میاشتې وروسته ورته پرېکړه وکړه او بالاخره د سیمې ستر ځواک او د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړي روسیې هم د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې اسلامي امارت له خپل تور لیست وایسته.
د دې بدلونونو ترڅنګ، اسلامي امارت تر اوسه پنځو هېوادونو ته د سفیر په کچه ډیپلوماټان معرفي کړي دي، چې له دې ډلې څلورو هېوادونو په رسمي توګه د اسلامي امارت د استازو باورلیکونه منلي او دا په ډیپلوماټیکه برخه کې مهم ګامونه دي. لومړنی هېواد چین دی، چې د ۱۴۰۲ کال په سلواغه کې یې د اسلامي امارت سفیر رسمي باورلیک ومانه. ورپسې متحده عربي اماراتو د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې د اسلامي امارت د سفیر کوربهتوب درلود. وروسته، ازبیکستان هم د ۱۴۰۳ کال په تله میاشت کې د اسلامي امارت استازي باورلیک ومانه او بالاخره روسیې هم د روان ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې رسماً د اسلامي امارت د سفیر باورلیک ومانه.
د سیاسي چارو شنونکی نجیبالرحمان شمال آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «په تیرو څلورو کلونو کې، ډیریو هیوادونو له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخولو ته لیوالتیا ښودلې ده. یو شمیر هیوادونو خپل سفارتونه او قونسلګرۍ بیرته پرانیستې دي او بهر کې د افغانستان ځینې سفارتونه اسلامي امارت ته سپارل شوي دي. همدارنګه، د سیمې لوی هیوادونه هڅه کوي چې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.»
په ورته وخت کې، ترکیې که څه هم تر اوسه د اسلامي امارت د سفیر باورلیک نه دی منلی، خو د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشتې کې اسلامي امارت د دغه هېواد لپاره خپل سفیر معرفي کړ. همدارنګه د روان ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۱۰مه د پاکستان او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ډیپلواټیکې اړیکې د سفیر کچې ته لوړې کړي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ویلي، چې قزاقستان هم ژمنه کړې، چې نږدې راتلونکي کې به د اسلامي امارت سفیر ومني.
سیمهییز اتصال؛ د اقتصادي ډيپلوماسۍ محور
د سیاسي ډیپلوماسۍ ترڅنګ، اسلامي امارت په اقتصادي ډیپلوماسۍ کې هم فعال رول لرلی دی. د دې تګلارې په چوکاټ کې، تېرو څلورو کلونو کې سترو سیمهییزو اقتصادي پروژو ته هم پام شوی دی. ټاپي، کاسا- زر، ټاپ، ټرانس- افغان، خواف- هرات او کندهار – هرات اوسپنې پټلۍ او همداراز د لاجوردو دهلېز هغه پروژې دی، چې په دې موده کې تعقیب شوې دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري آفاق خبري آژانس سره، په تېرو څلورو کلونو کې د اقتصادي لاسته راوړنو په اړه وایي: «د اسلامي امارت اقتصادي ډيپلوماسي د سیمې له ګاونډیانو او مهمو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همکارۍ پر پراختیا ولاړه ده. اوس مهال، موږ د سیمې له ټولو اغیزمنو هېوادونو سره فعالې او پراخې اقتصادي اړیکې لرو، او د اسلامي امارت له خوا د هېواد له فتحې وروسته، افغانستان په عملي توګه د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه په سیمه کې د نښلونکي هېواد په توګه بدل شوی دی.»
د کابل او واشنګټن په اړیکو کې ټیټوالی او لوړوالی
په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي امارت او امریکا اړیکې هم له لوړو او ژورو سره مخ وې. د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، متحده ایالتونو د ۱۴۰۰ کال په وږي میاشت کې خپل سفارت له کابل دوحې انتقال کړ. څو میاشتې وروسته د ۱۴۰۰ کال په سلواغه میاشت کې امریکا د افغانستان مرکزي بانک څه باندې ۹ میلیارده ډالر شتمنۍ کنګل کړې. خو له دې سره سره، د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ډیپلوماټیک ګامونه هم اوچت شول. د ۱۴۰۳ کال کب میاشتې په ۳۰مه نېټه، د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، د لومړي ځل لپاره امریکایي پلاوی کابل ته راغی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې مذاکرات وکړل. ورپسې، د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په ۳مه نېټه د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه بېساري ګام کې د کورنیو چارو وزارت پر سرپرست د ۱۰ میلیونه ډالرو جایزه لغوه کړه. خو د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې لا هم پر ځای دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د بګرام هوایي اډې او افغانستان کې پاتې امریکایي وسلو ترلاسه کولو غوښتنې کړې دي، هغه غوښتنې او ادعاوې چې د اسلامي امارت له لوري په کلکه رد شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې اډې په اړه نه یوازې د ټاکنیز کمپاین بلکې واک ته تر رسېدو وروسته هم په دې اړه څرګندونې کړې دي او زیاته کړې یې ده: «ټول تجهیزات مو پرېښودل، هغه څه چې نباید رامنځته شوي وای. پوهېږئ! زما واکمنۍ پر مهال د وتلو په حال کې وو. ما د سرتېرو شمېر ۵۰۰۰ کسانو ته راکم کړ. تمه وه ووځو، خو بګرام هوایي اډه وساته، نه د افغانستان په خاطر، بلکې د چین لپاره؛ ځکه بګرام هوایي اډه له هغه ځایه چېرې چې چین اټومي وسلې جوړوي، یو ساعت واټن لري. موږ بګرام پرېښود. پوهېږئ اوس هغه د چا په لاس کې دی؟ چین. چین. بایډن هغه اډه پرېښوده.»
اروپایي هېوادونو په دې موده کې خورا محدود تعامل درلود. یوازې دوو اروپایي هېوادونو له اسلامي امارت سره محدود او پر بشري او قونسلي خدمتونو متمرکز تعامل درلود. ناروې د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې د اسلامي امارت ډیپلوماټ ومانه او آلمان د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې برلین کې د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو په پار، د اسلامي امارت دوه استازي ومنل.
لیدنې او سفرونه
په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو د لوړپوړو چارواکو کوربهتوب درلود. له هغې ډلې د قطر لومړی او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آلثاني، د ازبکستان بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدالعزیز کاملوف، د پاکستان پخوانی بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف، د چین بهرنیو چارو وزیر وانګیي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفوف، د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین، ټام فلچر د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاقډار او د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف هغه مهم بهرني لوړپوړي چارواکي دي، چې د تېرو کلونو پر مهال افغانستان ته راغلي دي.
په دې موده کې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو هم بهرنیو هېوادونو سره سفرونه کړي دي. له هغې ډلې: رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند، د ریاست الوزرا مرستیالان ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني، د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایتالله بدري، د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه، د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق، د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم او د پوهنې وزارت سرپرست حبیبالله آغا هغه چارواکي دي، چې بهرنیو هېوادونو ته یې سفرونه کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي څه موده وړاندې د دغه وزارت د کلنیو لاسته راوړنو پروګرام کې وویل: «په راتلونکي کې د بهرنیو چارو وزارت اصلي تمرکز د سیمې د هیوادونو لخوا د اسلامي امارت د پیژندلو لپاره هڅو ته دوام ورکول، د دوه اړخیزو او څو اړخیزو میکانیزمونو له لارې له لویدیځو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا او ساتنه، په دوه اړخیزو اړیکو کې د عملي همکارۍ پیلول او د نورو ډیپلوماتیکو ماموریتونو فعالول دي.»
هیلې او ننګونې
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو څلور کاله تېر شول؛ دا څلور کاله د افغانستان د خلکو لپاره له هیلو او ننګونو سره مل وو. اسلامي امارت په دې موده کې د خپل حاکمیت تثبیت لپاره د سراسري امنیت ټینګښت او مخدره توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې د پاوړ وړ لاسته راوړنې لرلې دي او د سترو اقتصادي پروژو د چارو تعقیب پر لور یې کوټلي ګامونه اوچت کړي دي. سره له دې چې د روسیې، چین او ګاونډیو هېوادونو سره په ډیپلوماټیکو اړیکو کې پرمختګ شوی، خو په دې مسیر کې لا هم ځیننې ننګونې پر ځای دي: نړۍوال بنډیزونه، د مرکزي بانک شتمنیو کنګل کېدل او د نړۍوالې ټولنې له لوري رسمیت نه پېژندنه هغه ننګونې دي، چې لا هم اسلامي امارت ورسره مخ دی.