د اسلامي امارت مشر شخصي ژوند؛ څو کلن دی او څومره معاش اخلي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، آفاق خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې د امارت اسلامي د مشر، شیخ هبت‌الله آخندزاده د شخصي ژوند پر ځینو اړخونو خبرې کړې دي. ښاغلی مجاهد وایي، چې د اسلامي امارت مشر ۵۹ کاله عمر لري او د نورو افغانانو په څېر عادي ژوند کوي. د امارت اسلامي ویاند زیاتوي چې د شیخ هبت‌الله آخندزاده میاشتنی معاش یوازې ۲۰ زره افغانۍ دی.

ذبیح‌الله مجاهد د اسلامي امارت مشر د شخصي ژوند په اړه زیاتوي: «د اسلامي امارت مشر ۵۹ کاله عمر لري او په عادي توګه ژوند کوي. د هغه میاشتنی معاش یوازې ۲۰ زره افغانۍ دی او په همدې تنخوا خپل ژوند پر مخ وړي. له څو ساعته خوب ورها خوا، د هغه ډېر وخت نظام کې په خدمت کې تېرېږي؛ پاتې ورځ له سهاره تر نیمې شپې په کارونو، لیدنو، ګرځېدو او مراقبت مصروف وي.»

په ورته وخت کې، د اسلامي امارت ویاند له بېلابېلو لوریو سره د ملي ګفتمان (خبرو اترو) په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي، چې د اسلامي امارت اصلي لومړیتوب ملي ګټې او د خلکو مصالح دي. د ښاغلي مجاهد په خبره، هر هغه پرېکړه یا اقدام چې د ملت په ګټه وي، ملاتړ به یې وشي؛ خو هغه اقدامات چې فتنې، ګډوډۍ او یا هغو کسانو د بیا مطرح کېدو سبب شي، چې پخوا تجربه شوي، اسلامي امارت ته د منلو نه دي.

ښاغلی مجاهد په دې اړه زیاتوي: «زموږ لپاره تر ټولو مهمه مسئله د افغانستان ملي ګټې او د هېواد ثبات دی. هره پرېکړه او نظر چې د ملت او هېواد د مصالحو په ګټه وي، موږ یې تعقیبوو او ملاتړ یې کوو؛ خو هغه پرېکړې یا اقدامات چې د فتنې، ګډوډۍ او یا د هغو اشخاصو د بیا مطرح کېدو سبب شي، چې مخکې تجربه شوي دي او د خلکو ترمنځ سرګرداني رامنځته کړي، زموږ لپاره د منلو وړ نه دي. طبیعي ده چې په دې لاره کې اشخاص مهم نه دي؛ ملت او د ملت ګټې ارزښت لري.»

ذبیح‌الله مجاهد د خپلو خبرو په یوه برخه کې د پخوانیو سیاسي څېرو را ګرځېدو ته په اشارې سره وایي، چې تېرو تجربو ثابته کړې چې سیاسي اختلافات په افغانستان کې د تفرقې او بحران لامل شوي دي او په خبره یې، نن د ملي یووالي او د خلکو د ګټو د تمرکز لپاره زمینه برابره شوې ده. هغه ټینګار کوي، چې دغه کسان کولی شي په هېواد کې حضور ولري او د نورو وګړو په څېر ژوند وکړي، خو د هېواد د ثبات او آرامۍ خوندي پاتې کېدو په پار، باید سیاسي فعالیت ونه کړي.

د اسلامي امارت ویاند د پخوانیو څېرو په اړه په دې مرکه کې زیاته کړې: «که څوک وغواړي د سیاسي ډلو یا سازمانونو په جوړولو سره اختلاف او ګډوډي رامنځته کړي، دا د هېواد په زیان دي او باید له داسې لارو ډډه وشي. نن د ملي یووالي لپاره غوره فرصت برابر شوی دی‎ او اړینه ده چې ټول خلک د یوه نظام تر سیوري لاندې او د ملي ګټو لپاره ګډ کار وکړي. زموږ موخه باید د خلکو پر ژوند، د هېواد پر پرمختګ او د عامو ګټو پر ټینګښت متمرکزه وي، نه په سیاسي موضوعاتو او شخصي اختلافاتو.»

د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا له پخواني حکومت د پاتې پوځي تجهیزاتو پر ساتنه ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې هېڅ بهرني ځواک ته په بګرام هوایي اډه کې د حضور اجازه نشته او په خبره یې، د دې اډې ټول امکانات د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې دي. هغه همداراز افغانستان کې د وسله‌والو ډلو نشتون یو ځل بیا رد او زیاته یې کړه، چې دا مهال په ټول هېواد کې هېڅ وسله‌واله او مخالفه ډله فعالیت نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *