د اسلامي امارت استازي په غیاب کې د امنیت شورا غونډه؛ آیا د ستونزو په حل کې مرسته کولی شي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (دوشنبه، چنګاښ ۲مه) د افغانستان وضعیت په اړه ناسته کوي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وایي، چې تمه ده په دې ناسته کې روزا اتونبایوا ګډون او د افغانستان په اړه راپور وړاندې کړي. د دې ترڅنګ په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال او همداراز د دغه سازمان د ښځو برخې مشره هم په دې ناسته کې ګډون او ویناوې کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «نن د افغانستان په اړه ناسته کېږي. تمه ده په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي استازې روزا اتونبایوا د افغانستان وضعیت په اړه امنیت شورا ته راپور وړاندې کړي. همداراز په دې غونډه کې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال او د یاد سازمان د ښځو برخې مشره هم ګډون او ویناوې کوي.»

د دې ناستې له جوړېدو سره هم‌مهاله، قطر کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته معرفي شوې څېره سهیل شاهین، دغه سازمان کې د افغانستان د رسمي استازي د ګډون پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ وایي، چې د تېرو څلورو کلونو په موده کې د افغانستان استازي نشتون، د افغانستان خلکو او نړۍوالې ټولنې لپاره ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي. هغه د ملګرو ملتونو د باور ورکړې له کمېټې غواړي، څو په افغانستان کې شته واقعیتونو ته په کتو، منصفانه پرېکړه وکړي او د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت په واک کې ورکړي.

ښاغلي شاهین په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «موږ د افغانستان خلکو ستونزو حل او هغوی ته د مرستو رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو او بېلابېلو هېوادونو هڅې مثبتې ارزوو. په نړۍوالو غونډو کې د اسلاميا مارت د استازي حضور خورا مهم دی؛ ځکه په تېرو څلورو کلونو کې په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت استازي نشتون له امله، هم د افغانستان خلک او هم نړۍواله ټولنه زیانمن شوي دي.»

بل‌خوا د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه، چې د نړۍ پام تر ډېره د ایران، امریکا او اسراییل ترینګلتیاوو ته اوښتی، مناسب فرصت نه بولي او په خبره یې، دا چاره د دې لامل کېږي، چې د افغانستان د نړۍوالو له تمرکز لا لرې پاتې شي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی واحد فقیري په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال د افغانستان په اړه غونډه کوي، چې د نړۍوالو پام تر ډېره د ایران قضیې ته اوښتی دی؛ هغه قضیه چې اسراییل او امریکا هم پکې ښکېل دي او دې موضوع د ټولې نړۍ تمرکز ځان‌ته اړولی دی، نو له همدې امله دا د افغانستان لپاره یو ښه فرصت نه دی.»

د سیاسي چارو شنونکي عزیز ستانکزي بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس ته زیاتوي: «که جلسې خصمانه وي او په دا ډول جلسو کې د افغانستان د اوسني حکومت استازی حضور ونه لري او پر ځای یې بهر کې هغو کسانو ته بلنه ورکړل شي، چې د افغانستان حکومت پر وړاندې پر دسیسو جوړولو بوخت دي، نو دا ډول جلسې هېڅ ګټه نه لري، نه د افغانستان خلکو او نه هم حکومت ته. ښه به دا وي، هر هغه جلسه چې د افغانستان په اړه کېږي، باید د افغانستان استازی پکې حضور ولري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلامیې مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان اړوند پر بېلابېلو مسایلو او ننګونو خبرې وشي. دا غونډه تر ډېره د افغانستان سیاسي وضعیت، بشري حقونو، بشري مرستو ته ځانګړې شوې ده. د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي، چې په غونډه کې به روزا اوتونبایوا اعلان وکړي چې د دوحې بهیر دوې کاري ډلې به د چنګاښ په ۹مه او ۱۰مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد