آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو زیاتوالی؛ د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له یوه پاکستاني ټلویزون سره مرکه کې ویلي، چې د اړتیا په صورت کې به د ترهګرو ځپلو په موخه افغانستان کې د ننه پوځي عملیات وکړي.
هغه په ډاګه کړې، چې دا چاره تر ډېره د پاکستان په ملي امنیت پورې تړلې ده، نه د دوو هېوادونو اړیکو او دوستۍ پورې.
خواجه آصف په دې اړه زیاته کړې: «که د افغانستان خاوره کې پوځي عملیاتو ته اړتیا پېښه شي، دا به د دښمنانو له منځه وړلو او ګواښونو کابو کولو په موخه وي. دا مسله تر ډېره د پاکستان ملي امنیت پورې تړلې ده، نه د دوو هېوادونو دوستي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان د خپلو امنیتي ستونزو د پټولو په پار غواړي، د خپلو ناکامیو بار پر اسلامي امارت واچوي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو کابو کولو په پار، دواړه لوري باید کوم ګامونه اوچت کړي؟
د نړۍوالو اړیکو شنونکی ویس ناصري پ دې اړه آفاق ته وویل: « دغه ستونزه تر هغه وخت پورې نه حل کیږي چې د دواړو حکومتونه له لوري مذاکرات ونشي د پاکستان هیواد غوښتنې باید د اسلامي امارت لهخوا و منل شي او همدارنګه اسلامي امارت هم غوښتنې لري چې باید د تفاهم په فضا کې وویل شي.»
په ورته وخت کې پوځي چارو شنونکی صادق شینواري په دې تړاو آفاق ته وایي: «د پاکستان له طرفه په افغانستان کې هر ډول بریدونه څه هوايي او څه ځمکني پرته له همغږۍ د دواړو هیوادونو او د ټولو نړیوالو قوانینو او موازینو په خلاف دي او د ارضی تمامیت او بشري حقونو نقض حسابیږي.»
که څه هم اسلامي امارت تازه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په وار وار د افغانستان په خاوره کې د وسلهوالو ډلو شتون رد کړی او خبرداری یې ورکړی و، چې دا ډول تصامیم به ناوړه پایلې ولري.