د اسحاق‌ډار څرګندونو ته غبرګون او استانبول ته د ا.ا پلاوي سفر

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ډار تر هغو ادعاوو وروسته، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه ورځ کې شپږ ځله ټيلفونه اړیکه ورسره نیولې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا ادعاوې درواغ او له واقعیت لرې ګڼلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې یوازې دوه اړیکې نیول شوې دي.

یاد وزارت دغه راز ټینګار کړی چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د متقابل درناوي او ریښتیني تعامل له مخې وي او ناسمې څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دپیلوماسۍ او ښه نیت له اصولو سره په ټکر کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاءاحمد تکل په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وایي: « د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په یوه ورځ کې شپږ ځله ورته زنګ وهلی و، له حقیقت څخه لرې دي. په حقیقت کې، د دواړو خواوو ترمنځ لومړۍ ټیلیفوني اړیکه د متقابل تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې وشوه. د هیوادونو ترمنځ د اړیکو بنسټ د متقابل درناوي او د واقعي تعامل پر بنسټ ولاړ دی. له همدې امله، دا ډول غلطې څرګندونې د دواړو هیوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او ډیپلوماتیک تعامل له اصولو سره په ټکر کې دي.»

د یادونې ده چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر د یاد هېواد په مشرانو جرګه کې د وینا پر مهال وویل چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه ورځ کې شپږ ځله ورته زنګ وهلی دی.

اسحاق ډار زیاته کړه چې د دغو اړیکو چورلیز، د دوه اړخیزو تعاملاتو د دوام او امنیت په اړه خبرې اترې وې.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دغه هېواد مشرانو جرګې ته وویل: « پرون، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقي ماته شپږ زنګونه ووهل. ما ورته وویل چې موږ یوازې یوه غوښتنه لرو: دا چې ستاسو له خاورې څخه هیڅ ترهګریز فعالیت ونه شي، نه زموږ د هیواد دننه او نه هم له پولو هاخوا. زه د هغو کسانو له ډلې څخه یم چې غواړي له افغانستان، ایران او ټولو ګاونډیانو سره مثبتې اړیکې ښې کړي. دا د پاکستان په وړاندې زما دنده او هغه مسؤلیت دی چې ما ته راکړل شوی دی.»

دغه راز د اسلامي امارت او پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو اترو د دویم پړاو له پای ته رسېدو د یوې اوونۍ په تیرېدو سره، به نن د اسلامي امارت د استخباراتو د رییس په مشرۍ یو پلاوی د کابل او اسلام آباد ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو کې د ګډون لپاره استانبول ته ولاړ شي.

په دې خبرو اترو کې به پاکستانی پلاوی هم د یاد هېواد د استخباراتو د رییس په مشرۍ ګډون وکړي.

په دې تړاو د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی  داسې لیدلوری لري:« د نومبر په شپږمه نیټه په ترکیه کې د دواړو خواوو د استخباراتو د مشرانو ترمنځ خبرې اترې ممکن بریالۍ وي که چیرې د امریکا تضمینونه ورسره وي. که نه نو، پاکستان له امریکا څخه استخباراتي دنده ترلاسه کړې او د امریکا له تضمین پرته، هیڅ خبرې اترې به بریالۍ نشي، حتی د نومبر شپږمې خبرې اترې ممکن پایلې ته ونه رسیږي.»

خو د سیاسي چارو شنونکی میاګل وثیق بیا داسې وایي: « د خبرو اترو په دوو پړاوونو کې، دواړه خواوې د قناعت وړ مهالویش او هوکړې ته په رسیدو کې پاتې راغلې. په دې موده کې، د دې پر ځای چې د ستونزو د حل لپاره تفاهم او ګډ اقدام ته مخه کړي، پاکستان د همکارۍ پر ځای ګواښونو او اخطارونو ته مخه کړه. هغه څه چې لیدل کیږي ښیي چې د دواړو هیوادونو دریځونه لاهم ډیر لرې دي او یو بل ته ډیر نږدې ندي.»

د یادونې ده چې تیره اوونۍ د ترکیې په منځګړیتوب سره د کابل او اسلام آباد ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو له کومې پایلې پرته پای ته ورسید.

په دې پړاو کې، دواړو لورو یوازې د اوربند پر دوام هوکړه وکړه او نور مسایل دریم پړاو ته چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې ترسره شي پریښودل.

د دې پړاو له پای ته رسېدو وروسته، په ځانګړې توګه د پاکستان له لوري د دواړو خواوو ترمنځ لفظي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *