آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، افغانستان کې د واحدې سیاسي واکمنۍ په تړاو، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي څرګندونې ستایلې او دا یې د افغانستان وضعیت په اړه د هغه سم درک بللی دی.
عباس عراقچي د روانې اونې د یکشنبې په ورځ (وري ۳مه) له یوې ایراني رسنۍ سره خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت افغانستان کې د امنیت ټینګښت او حاکمیت تثبیت کې بریالی شوی دی. هغه په دې اړه زیاته کړې: «واقعیت دا دی، چې اوس افغانستان کې داسې ځواک حاکم دی، چې په تېرو درېنیمو کلونو کې یې خپل حاکمیت ثابت کړی او د تېرو وختونو برعکس، چې د افغانستان په هره برخه کې به بېلابېلې ډلې وې، اوس داسې نه ده، اوس امنیت او حاکمیت ټینګ دي. باید د خپلو ملي ګټو په پار دا موضوعات په پام کې ونیسو او حل یې کړو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو اړیکو ته په شارې سره زیاته کړه: «د افغان کډوالو او مخدره توکو بحث دی، چې ټول یې په اړه په کور د ننه حساس دي او په اړه یې د فکر کولو غوښتنه کوي. د پولو امنیت بحث دی، موږ شاوخوا زر کیلومټره ګډه پوله لرو او د متر- متر امنیت یې زموږ لپاره مهم دی. افغانستان کې د ترهګرۍ او داعش ترهګرې ډلې بحث دی. د سوداګرۍ بحث دی، چې په اوسنیو بنډیزونو کې افغانستان سره زموږ رسمي او غیر رسمي راکړه ورکړه میلیاردونه ده. د اوبو او د ایران د حقابې بحث لرو چې باید سیستان او بلوچستان ته را خوشې شي. دا هر یو بحث جدي او ستره ننګونه ده او هره یوه یې د ایران له ملي ګټو سره تړلې ده.» عراقچي ټینګار کړی چې د ایران ملي ګټو خوندیتوب په پار، باید په دې مسایلو بحث وشي.
د چارو شنونکي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دا څرګندونې د افغانستان وضعیت او اسلامي امارت په اړه د یوه واقعبینانه دریځ نښه بولي. د دوی په باور، د تېرو درېنیمو کلونو پر مهال افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت، چې عراقچي یې د تېرو وختونو د واک له جزیرو سره د پرتلې وړ نه بولي، د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې مهم فرصت برابر کړی دی.
د چارو کارپوهان باور لري چې د میلیاردي سوداګرۍ، د ګډو پولو مدیریت، او د کډوالۍ او نشهيي توکو په څېر موضوعات، د رغنده تعامل لپاره زمینه برابروي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او همدارنګه د امارت اسلامي د ویاند مرستیال حمدالله فطرت له څرګندونو دې پایلې ته رسېدلی شو، چې په افغانستان کې واحده واکمني او سرتاسري امنیت د ایران او امارت اسلامي ترمنځ د همکارۍ فضاء لا پیاوړې کړې ده. پر دې سربېره، د داعش ګواښ او د حقابې مساله، هغه ننګونې دي، چې لا هم پر ځای دي، خو ښایي د خبرو اترو او رغنده تعامل له لارې دا ستونزې هم هوارې شي.