آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران په کوربهتوب د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو دوه ورځنۍ غونډه، چې د سیمې پر ثبات او د افغانستان د بدلونونو په اړه پر همغږۍ متمرکزه وه، پای ته ورسېده. پاکستانۍ اکسپرس ټربیون ورځپاڼې ویلي، چې د ناستې ګډونوالو د اسلامآباد د تمې او دریځ خلاف، د افغانستا په اړه نرم دریځ غوره کړی دی.
د دې ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، په دې غونډه کې د افغانستان له وضعیت امنیتي اندېښنو ته اشاره وشوه، خو د ناستې ګډونوالو، د پاکستان د غوښتنو خلاف، کابل سره تعامل او همکاریو پراختیا ته چمتووالی وښود.
په همدې حال د سیاسي چارو شنونکي وایي، چې له سیمهییزو غونډو، په ځانګړي ډول د تهران له غونډې د پاکستان ناخوښي، د دغه هېواد په پټو موخو او استخباراتي پروګرامونو کې ریښه لري؛ هغه پروګرامونه، چې د سیمې هېوادونو له ګټو سره په ټکر کې دي.
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی وایي: «سیمه ییزې غونډې، په ځانګړې توګه د تهران غونډه، د ګډو سیمه ییزو مسلو په اړه د بحث په موخه ترسره شوې. که څه هم پاکستان مختلف نظرونه او اهداف تعقیبوي، چې د سیمې د هیوادونو ترمنځ یې اندیښنه رامنځته کړې ده. د تهران د غونډې د پایلو په اړه د پاکستاني پلاوي نارضایتۍ له دې حقیقت څخه سرچینه اخلي چې پاکستان یو مختلف استخباراتي پروګرام درلود او د سیمې د هیوادونو اندیښنو ته یې رسیدګي ونکړه. دا مسله له غونډې څخه د پاکستان د نارضایتۍ اصلي لامل وو.»
د ویلو ده، چې د تهران غونډې په ګډه اعلامیه کې، افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د خلکو ژوند ښهوالي او د سیمې هېوادونو پر وړاندې له امنیتي ګواښونو سره پر مبارزې ټینګار وشو.
د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي هم په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د وینا هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان جیو-اقتصادي موقعیت او اقتصاد محوره پالیسۍ په پام کې نیولو سره، افغانستان کولی شي د منځنۍ آسیا، لویدیځې آسیا او سویلي آسیا ترمنځ پل شي او د سیمې هیوادونه کولی شي د افغانستان له ټرانزیټ، سوداګرۍ او ارتباطي ظرفیتونو اغیزناکه ګټه پورته کړي.
