امریکا ته د ایران خبرداری؛ افغانستان ته بیا راتګ به د واشنګټن لپاره مرګونی وي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې د بګرام اډې د بیا نیولو په تړاو د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې په افغانستان کې د امریکا د بیا حضور د پایلو په تړاو خبرداری ورکړی. نوموړي ویلي چې دا حضور به د واشنګټن لپاره ډیر قیمتي او مرګونی تمام شي او د افغانستان اوسنیو واکمنانو ټینګار کړی چې یوه لویشت خاوره به امریکا ته ورنکړي. هغه دغه راز زیاته کړې چې دا ډول حضور به له مقاومت سره مخ شي او په سیمه کې د امریکایي ځواکونو میشتیدل بې پایلې دي.

علي لاریجاني په دې تړاو زیاته کړې: «په سیمه کې د امریکا حضور له مقاومت سره مخ کیږي او هوایي بمبار نه شي کولی د ایران په څیر حکومتونه رانسکور کړي، د سیمې هېوادونو ته د امریکا لشکرکشي به د امریکايي سرتیرو لپاره مرګونې وي.»

په ورته مهال فارن پالیسی مجلې ټینګار کړی چې د بګرام اډه یوه له هغو څو پاتې ثابتو شتمنیو ده چې کولی شي په سویلي او منځنۍ آسیا کې د امریکا د نفوذ بیرته راستنیدو لپاره لاره هواره کړي. په راپور کې راغلي چې بګرام کولی شي د ترهګرۍ ضد فعالیتونو او روزنې لپاره د ګډ مرکز په توګه ورغاول شي خو په عمل کې امریکا متحده ایالتونه اجازه ورکوي چې معلومات راټول کړي او د ترهګرو ډلو پر وړاندې عملیات وکړي.

د فارن پالیسي د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د منلو وړ یو سیاسي انتخاب دا دی چې د بګرام مدیریت درېیم هېواد او منځګړي ته وسپارل شي، لکه قطر، متحده عربي امارات، ترکیه، یا ازبیکستان؛ هغه هېوادونه چې دواړه له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري او د متحده ایالاتو امنیتي شریکان ګڼل کیږي.»

په ورته مهال د سیاسي چارو ځينې شنونکی په بګرام هوایي اډه کې د امریکا د بیا حضور په تړاو داسې لیدلوري لري. د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی آفاق خبري آژانس سره په دې اړه خبرو کې وایي: «امریکا شل کاله په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي دي، افغانستان باید خپلواکي ولري او په هېڅ صورت امریکا ته د بیا راتګ اجازه ورنه کړل شي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی داوود شیراز بیا آفاق سره سیمې ته د امریکا بېرته راګرځېدو د عواقبو په اړه وایي: «سیمې ته د امریکا بېرته را ګرځېدل ناندریز دي او دا ځل به یې راتګ د تېر په څېر نه وي، د امریکا بېرته راتګ به درېیمې نړۍوالې جګړې ته زمینه برابره کړي.»

اسدالله ندیم بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه داسې لیدلوری لري: اسدالله ندیم آگاه مسایل سیاسی در این باره چنین دید گاه دارد:«د بګرام مسئله اوس جدي کېږي، دا چاره د امریکا په خارجي سیاست بدله شوې ده، د امریکا سیمه‌ییز سیالان فعال شوي، ښایي د بګرام مسله د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو ویلي چې غواړي د بګرام هوايي اډه بیرته ونیسي. نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو که اسلامي امارت دا اډه امریکا ته ونه سپاري، نو بدې پایلې به ولري. د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا تر بل هر څه مهمه ده او امریکا د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې به له زور او ګواښ څخه کار نه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *