آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو د تاسیس له اتیایمې کلیزې سره هممهاله ویلي، چې دغه سازمان نه دی توانېدلی افغانستان کې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي. هغه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر لیدلوري نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې یاد سازمان هڅه کړې، څو افغانستان له نورو هېوادونو او ان خپله له دې سازمان لرې وساتي. ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو کړنې تر پوښتنې لاندې دي او د افغانستان خلک ترې راضي نه دي.
ذبیح الله مجاهد په دې اړه زیاته کړې: «که څه هم ملګري ملتونه د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم رول لري، خو له بده مرغه په افغانستان کې یې خپلې دندې په بشپړ ډول نه دي ترسره کړې. دغه بنسټ باید له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پراخې کړې وای او موږ ته یې د ملګرو ملتونو څوکۍ را سپارلې وای. سربېره پر دې، هغه راپورونه چې له افغانستانه استول کېدل، ډېر کمزوري او نیمګړي وو او هڅه شوې چې افغانستان له نورو هېوادونو او حتا خپله له همدې سازمان هم لرې وساتل شي، چې دا د افغان ولس په ګټه نه دي.»
له دې سره هممهاله افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بنسټ د امنیت شورا له ماموریت سره سم، افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو، بشري حقونو او د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. افغانستان کې د سرمنشي د استازي مرستیالې او د یوناما سرپرستې جورجت ګنون، هم ټینګار کړی، چې سیمهییزه او نړیواله همکاري د افغانستان د ثبات او دوامدارې ودې لپاره مهمه ده.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي مرستیالې او د یوناما سرپرستې جورجت گنون په دې اړه زیاته کړې: «سیمهییزه همکاري، نړیوال مشارکت او ګډه ژمنه د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لپاره اړین دي. ملګري ملتونه لا هم هغه بنسټیز ځای دی چې ملتونه سره راټولوي؛ څو ګډو ننګونو ته ځواب ووایي او د افغانستان د خلکو له هیلو ملاتړ وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه زیاتوي: «ملګري ملتونه په تېرو ۸۰ کلونو کې د یوه خپلواک بنسټ په توګه ونه توانېدل چې په نړیوالو چارو کې خپل بشپړ رول ولوبوي، بلکې زیاتره وخت ستر ځواکونه د نړۍ اصلي لارښوونکي پاتې شوي دي. د افغانستان په برخه کې هم د دې سازمان فعالیتونه کمزوري وو او خپلې دندې یې په سمه توګه نه دي ترسره کړې. په تېرو څلورو کلونو کې دا اداره ونه توانېده چې افغانستان له بهرنیو لاسوهنو وژغوري او د هېواد اوسنی بحران تر ډېره د ملګرو ملتونو د ناسمو کړنو پایله ده.»
یوناما همداراز افغانستان کې د بشري بحران نازک کېدو او مالي مرستو کمښت په اړه خبردار ورکړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان دوه پر درې نفوس مرستو ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، څو د افغانستان له خلکو سره پر خپل ملاتړ او پیوستون بیاکتنه وکړي او ټینګار یې کړی، چې دا بنسټ به د روښانه او سولهییز راتلونکي په پار، د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.
د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «ملګرو ملتونو د څه باندې ۱۹۰ غړو هېوادونو په راټولولو سره هڅه کړې چې د ناستو، شوراګانو او عملي ګامونو له لارې د بېلابېلو هېوادونو ستونزې حل کړي او افغانستان ته هم ګټورې طرحې وړاندې کړي. په تېرو څلورو کلونو کې، دې ادارې له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او داسې یو حکومت جوړ کړي چې د خلکو له غوښتنو او ملي حاکمیت سره سمون ولري. خو له بده مرغه، دا غوښتنې تر ډېره په پام کې نه دي نیول شوې او اسلامي امارت هم په دې اړه لازم ځواب نه دی ورکړی.»
دا لومړی ځل نه دی، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو پر کړنو نیوکه کوي؛ بلکې تر دې وړاندې یې هم له یاد سازمان غوښتي وو، څو د اوسني افغانستان واقعیتونه درک کړي او د خپلو اصلي موخو پر بنسټ، خپل مسوولیتونه سرته ورسوي.
