آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوشیاویونګ کابل کې له امیر خان متقي سره تر لیدنې وروسته پاکستان ته تللی دی. یوشیاویونګ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پاکستان ته یې د سفر پر مهال د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ سره لیدلي دي.
د چین ځانګړي استازي زیاته کړې، چې چین او پاکستان ژمن دي په سیمه کې د سولې او امنیت ټینګښت او ګډې پراختیا په پار، افغانستان سره خپلې هڅې او همکارۍ دوه برابره کړي. یوشیاویونگ ویلي: «چین او پاکستان ژمن دي، په سیمه کې د امنیت او سولې ټینګښت په موخه افغانستان سره خپلې همکارۍ دوه برابره کړي.»
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي وو. د بهرنیو چارو وزارت په خبره، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي اړیکو پراختیا، اقتصادي همکاریو او متقابلو ګټو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي متقي د چین له دوامداره ملاتړ، په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې هرکلی کړی او دا یې د افغانستان د راتلونکې لپاره ښه پیل بللی دی. د چین ځانګړي استازي هم ټینګار کړی و، چې هېواد به یې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي.
له دې سره هممهاله، د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې که د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ درېاړخیز تعامل د متقابل باور پر بنسټ دوام وکړي، کېدای شي د سیمهییزو همکاریو پراختیا، په ځانګړي ډول د اتصال، ترانزیټ او ترهګرۍ سره مبارزې په برخو کې د یوه نوي فصل پیل واوسي.
اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې اړه بېلابېل لیدلوري لري. د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیز تعامل بسنه نه کوي، ځکه افغانستان یوه سیمهییز او نړۍوال تعامل ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول دلته د پاکستان رول، چې په هېڅ عنوان د افغانستان په اړه صادق نه دی، له هغې ډلې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې. له بلې خوا دا درې اړخیز تعامل د سیمهییزو حساسیتونو لامل کېږي، چې د افغانستان ستونزو حل کې به مرسته ونشي کړای.»
د سیاسي چارو بل شنونکی معینګل څمکنی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «چین یو له سترو اقتصادي او زیات نفوس لرونکی هېواد دی او د افغانستان ګاونډی دی او هغه برنامه چې چینایان یې د یوه کمربند او یوې لارې تر نامه لاندې لري، که په دې کې افغانستان شریک شي، طبیعي ده، چې د افغانستان لپاره به یې ګټه زیاته وي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سمیر انگار بیا وایي: «د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ تعامل هله د افغانستان په ګټه دی، چې دا دوه هېوادونه د افغانستان په اړه له ضد و نقیص سیاستونو تېر شي، د افغانستان آزادۍ او ارضي تمامیت ته درناوی ولري او د افغانستان په اړه روښانه سیاستونه غوره کړي.»
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوی پړاو پیل شوی دی. چین د نورو هېوادونو خلاف افغانستان سره سیاسي تعامل او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي او هڅه کوي، چې افغانستان د چین او پاکستان په ګډ اقتصادي کورېډور (CPEC) کې شامل کړي.