افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکارۍ ته د روسیې چمتووالی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د «روسیې او منځنۍ آسیا» په دویمه ناسته کې ویلي، چې مسکو چمتو دی د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې مبارزې په پار اسلامي امارت سره همکاري وکړي. پوتین په دې ناسته کې زیاته کړې: «موږ وینو چې د افغانستان اوسنیو چارواکو په بېلابېلو برخو کې، له هغې ډلې د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې مبارزې په برخو کې رغنده همکارۍ ته چمتووالی ښودلی او موږ له شک پرته چمتو یو د دې لېوالتیا ملاتړ کوو.»

د دې ناستې په وروستۍ ګډه بیانیه کې، ګډون کوونکو هېوادونو هم د افغانستان بشري وضعیت ته په اشارې سره، دغه هېواد کې پر تلپاتې سوله او ثبات ټینګار کړی دی.

د روسیې – منځنۍ آسیا ناستې ګډې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د افغانستان بشري وضعیت ته په کتو، دغه هېواد کې د سولې او ثبات ټینګښت په پار پر ګډو هلو ځلو ټینګار کوو او خپلې کړنې به د څرګندو پایلو د ترلاسه کولو لپاره همغږې کړو.»

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انگار آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «له روسیې سره د پیاوړو اړیکو پراختیا د اسلامي امارت نړیوال حیثیت پیاوړی کوي. سربېره پر دې، دا به په هېواد کې د اقتصادي فرصتونو او پانګونې زمینه برابره کړي، د سیمه‌ییزو بندیزونو د کمېدو او د نړیوال او سیمې باور د زیاتېدو لامل شي.»

د نړۍوالو چارو شنونکی نجيب‌الرحمن شمال بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «دا ضروري ده چې روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه په دې برخه کې له افغانستان سره لا ډېره همکاري او ملاتړ ولري.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې روسي چارواکو د دواړو لورو ترمنځ په امنیتي برخه کې د څو هوکړو له لاسلیک کېدو خبر ورکړی و؛ هغه هوکړې چې پکې د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې د همکاریو زیاتوالی، د امنیتي اطلاعاتو تبادله او په امنیتي چارو کې د تخنیکي ملاتړ شامل وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *