آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له دیپلوماتانو سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ ترینګلتیاوې لوړې کچې ته رسېدلې دي.
ښاغلي ډار دغه راز د هند او اقیانوسیه د وزیرانو غونډه کې ویلي چې اسلام آباد د یو سوله ییز او ټيکاو لرونکي افغانستان غوښتونکی دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې د دغې موخې ترلاسه کېدل له ترهګرو ډلو سره مبارزه کې جدي همکارۍ او پر نړیوالو ژمنو د اسلامي امارت عمل کولو پورې تړاو لري.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي:«د افغانستان وضعیت د پاکستان او سیمې د ثبات لپاره مهم دی. موږ یو سوله ییز او باثباته افغانستان غواړو. موږ پر طالبانو (اسلامي امارت) غږ کوو چې په مسوولانه عمل وکړي او د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره کار وکړي.»
په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپله اوونیزه خبري غونډه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر اهمیت په ټينګار سره وویل چې د بندرونو پرانیستل او د ګډو پروژو مخته وړل به هغه وخت ښې پر مخ ولاړې شي چې کابل د ترهګرو او نفوذي ډلو د فعالیتونو د کمولو برخه کې اغیزناک ګامونه پورته کړي.
طاهر حسین اندرابي دغه راز هند ته د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د سفر په غبرګون کې وايي چې د افغانستان او هند سوداګریزې اړیکې د کابل او اسلام آباد په اړیکو پورې تړاو نه لري او پاکستان له افغانستان سره خپلو اقتصادي همکاریو ته د ملي ګټو له مخې لومړیتوب ورکوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي وايي:«هند ته د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د سفر په اړه – دا د دواړو خپلواکو هیوادونو ترمنځ پرمختګونه دي. پاکستان په سیمه کې د سوداګرۍ نښلون او سوداګریزو اړیکو زیاتولو ته ژمن دی. زموږ اړیکې له افغانستان سره د هیواد د خپلو وړتیاوو او ملاحظاتو پر بنسټ دي، نه د دریم لوري د لاسوهنې پر بنسټ.»
دغه راز په پاکستان کې د ترکیې سفیر عرفان نذیر اوغلو له ترکي رسنیو سره په خبرو کې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو په موخه اسلام آباد ته د یو ترکي پلاوي له سفره خبر روکړی او ویلي یې دي چې په دې پلاوي کې د ترکیې د استخباراتو رییس او ځینې وزیران شامل دي.
په ورته مهال، د سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې باور دې چې پاکستان د افغانستان وضعیت د ځان په ګټه آرام او ښه څرګندوي او امریکا ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز سفر ښايي د دې لامل شي چې افغانستان یو ځل بیا نویو سیالیو ته دننه شي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وایي:«د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په هره نړیواله غونډه کې چې ګډون کوي وايي چې یو سوله ییز او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی. په حقیقت کې، هغه هیوادونه چې په افغانستان کې ګټې لري، په ځانګړې توګه پاکستان، چې افغانستان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ ستراتیژۍ یوه مهمه برخه جوړوي، له وضعیت څخه ښه خبر دي او تعقیبوي یې. امریکا ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له سفر وروسته، داسې ښکاري چې دوی په یو ځانګړي پروګرام بحث کړی او کله چې هغه بیرته راستون شو، نو له افغانستان سره یې د شخړې او سیالۍ بڼه پیل کړه.»
دا په داسې حال کې ده چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اقتصادي اړیکو له پرې کېدو وروسته، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر هند ته د سفر او له هندي لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې په لړ کې وړاندیز وکړ چې افغانستان او هند دې د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړي.
د نوموړي په وینا، په هند کې د به د سوداګریزو آتشو د ټاکلو په اړه هم کار وکړي او د کابل او نوي ډیلي ترمنځ به د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره یوه ګډه کاري ډله هم فعاله شي.
