آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په مشرۍ د یوه پلاوي راتګ مني او په خبره یې، دا پلاوی د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه کې د ګډون په موخه افغانستان ته راغلی دی. ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې د دې غونډې اصلي موخه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو هواری او د دواړو لوریو ولسونو ته د اسانتیاوو برابرول دي. هغه زیاته کړه: «په دا ډول ناستو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمو مسایلو باندې خبرې کېږي؛ لکه امنیتي مسایل، سرحدي وضعیت او په سرحد کې د خلکو تګ راتګ په اړه خبرې کېږي.»
بلخوا، محمد صادق خان چې وروستۍ یوه میاشت کې یې کابل ته دا دویم سفر دی، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې له یوې اوږدې دمې وروسته به د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې په ناسته کې ګډون وکړي.
د چارو شنونکي په دې باور دي، چې که څه هم دا ډول ناستې د دواړو لورو ترمنځ د پوهاوي ظرفیت لري، خو د دې ډول ناستو بریالیتوب په سیاسي اراده او د عملي هوکړو تعقیب پورې تړلی دی. د نړيوالو اړیکو شنونکی توفیق تماس په دې تړاو له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «دا پلاوي کولی شي د ځینو مسایلو په حل کې مهم رول ولوبوي، په ځانګړي ډول که وکولی شي د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړي.»
په امنیتي برخه کې هم دا خبرې اترې مهمې دي. پاکستانی خبریال طاهرخان په دې اړه وایي: «د پاکستان لپاره د پاکستاني طالبانو موضوع ډېره مهمه ده او همدا امنیتي موضوعات د دې ناستې په اجنډا کې شامل دي.» هغه همداراز د پاکستان له خاورې افغانستان ته د داعش وسلهوالو ننوتلو ته اشاره وکړه، هغه مسئله چې د نه پاملرنې په صورت کې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضاء لا زیاته کړي.
خو مهم ټکی د احتمالي او پایداره هوکړو عملي کېدل دي. د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی له آفاق سره خبرو کې وایي: «که د تېر په څېر یو ځل بیا هوکړه وشي او عملي نشي، دا به د دواړو هېوادو په ګټه نه وي.» هغه د دواړو لوریو ترمنځ پر رغنده خبرو اترو ټینګار کوي، هغه خبرې اترې، چې په ترڅ کې یې لومړی اقتصادي مسایل او ورپسې سیاسي مسایل حل شي.
د افغان کډوالو اوسني وضعیت، سرحدي نښتو او دوه اړخیزه بېباوري، په جيسيسي غونډه کې د دواړو لورو لپاره یوه ازموینه ده. که څه هم د کاغذ پرمخ پخوا هم هوکړې شوې دي، خو هغه څه چې نن افغانستان او پاکستان یو بل سره نږدې کوي، د ګډو ستونزو د حل لپاره عملي، رغنده ګامونو اوچتول او کلکه اراده ده؛ هغه څه چې د خبرو اترو او هوکړو له لارې ترلاسه کېدلای شي.