د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه، تورخم سیمه کې د اسلامي امارت او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.
د ښاغلي قانع په په خبره، نښته پرون شپه (یکشنبه، کب ۱۲مه) شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د پاکستاني پوله ساتو له لوري پیل شوه، چې ورپسې د اسلامي امارت ځواکونو هم ورته غبرګون وښود او د ورځې تر ۱۱:۰۰ بجو یې دوام وکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې نښته کې د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
دا نښته داسې مهال رامنځته شوې، چې له تېرو نږدې ۱۰ ورځو راهیسې تورخم دروازه د پاکستاني ځواکونو له لوري د تګ راتګ پر مخ تړل شوې او د بیا پرانیستلو په پار یې هلې ځلې روانې دي.
د راپورونو له مخې، تازه د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور، پېښور کې د اسلامي امارت له سرکونسل، محبالله شاکر، سره لیدلي او د تورخم دروازې د بندېدو ترڅنګ یې، په یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا، په سیمه کې د سولې او ثبات او همداراز په خیبرپښتونخوا کې د افغانانو د ستونزو هواري په اړه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د سوداګرو او د کرښې دواړو خواوو اوسېدونکو ستونزې هم ارزول شوې دي. دواړو لورو هوکړه کړې، چې د روژې میاشتې او کوچني اختر په مناسبت به ژر تر ژره د تورخم دروازه هم خلاصه شي.
ښاغلي ګنداپور په دې لیدنه کې ویلي، چې په سیمه شته ناامنیو د کرښې دواړو خواوو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي او په خبره یې، د سولې ټینګښت د پاکستان او افغانستان د ولسونو په ګټه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تورخم کې د اسلامي امارت کمېسار پرون (یکشنبه، کب ۱۲مه) هم له پاکستاني چارواکو سره د تورخم دروازې د خلاصون په اړه خبرې کړې وې.
د ویلو ده چې هر ځل د تورخم دروازې په تړل کېدو سره، سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه اوړي او سلګونه مسافر د کرښې دواړو غاړو بند پاتې وي.
