د دوحې بهیر تر چتر لاندې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې څلورمه ناسته، دا ځل کابل کې د یوناما په کوربتوب او د اسلامي امارت د استازو، بهرنیو ډیپلوماټانو او نړیوالو کارپوهانو په حضور سره، په حضوري او مجازي بڼه ترسره شوه.
د اسلامي امارت چارواکو په دې ناسته کې د کوکنارو کښت پر بشپړ بندېدو ټینګار کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغان کروندګرو لپاره بدیل معیشت برابرولو او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاءاحمد تکل زیاتوي: «د اسلامي امارت استازو یادونه وکړه چې د ا.ا.ا عملا ثابته کړې چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کلک هوډ او توان دواړه لري. دوی زیاته کړه چې که څه هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې اقدامات په افغانستان کې عملي شوي خو ګټه یې سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو ته رسیږي او ددې لاسته راوړنو ساتنه ګډ مسؤلیت، ګډې پانګونې او پر متقابل باور ولاړه همکاري او همغږي غواړي.»
د اسلامي امارت استازو په دې ناسته کې په ډاګه کړې، چې که مناسب اقدامات ونه شي، د صنعتي نشهيي توکو پراختیا او له بهره یې د خامو موادو داخلېدل، کېدای شي د سیمې او نړۍ لپاره په یوه لوی ګواښ بدل شي.
د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم په دې اړه وایي: «د نشهيي توکو کر، قاچاق، استعمال او سوداګري په افغانستان کې یوه ملي ستونزه او یوه ملي تراژیدي ده. نړیواله همکاري پخوا هم موجوده وه، خو ځینې کسان دا کار یوازې د پیسو او د امنیتي بودجې د استفادې لپاره کوي. د دې ستونزې حل بنسټیز دی او باید له جرړه حل شي.»
بلخوا، د ناستې ګډونوالو د ملاتړ د دوام او د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ. د یوناما او نړیوالو بنسټونو استازو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کموالی یوه تاریخي لاسته راوړنه وبلله، چې مثبتې اغېزې به یې د سیمې د هېوادونو لپاره هم محسوسې وي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاته کړې: « ګڼو ګډونوالو ټینګار وکړو چې د یادو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید بزګرانو لپاره د بدیل معیشت زمینه برابره شي او د معتادینو درملنه او په ټولنه کې د بیا مدغمیدو لپاره کار وشي.»
د دوحې بهیر چې په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوی، د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ یې د بشري، اقتصادي همکاریو او د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې د خبرو اترو زمینه برابره کړې ده.
د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې کاري ډله د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې جوړه شوه، او په کابل کې وروستۍ ناسته د همدې لړۍ برخه ده، چې موخه یې د نشهيي توکو پر ضد ټینګه مبارزه او کروندګرو ته د بدیل معیشت برابرول او د روږدو کسانو درملنه ده.
