کابل سره د همکاریو پراختیا او اړیکو ښه‌والي په اړه د اسلام‌آباد تازه هڅې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې اسلام‌آباد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري، د دغه وزارت ویاند په خپله اونیزه خبري ناسته کې زیاته کړې، چې د افغانستان د سیاسي نظام څرنګوالي په اړه پریکړې د افغانستان خلکو پورې تړلي دي او همداراز ټینګار یې کړی، چې پاکستان د افغانستان له اوسني حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی. طاهر حسین اندرابي په دې خبري غونډه کې ویلي، چې د ګاونډي هېواد د رژیم بدلون طرحه د پاکستان د بهرني سیاست له اصولو سره برابره نه ده.

طاهر حسین اندرابي په دې خبري غونډه کې زیاته کړې: «موږ د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو. دا د افغانستان د خلکو حق دی، هر حکومت چې دوی غواړي ویې دې ټاکي او موږ چمتو یو چې له اوسني جوړښت، یعنې په کابل کې له اوسني حکومت سره همکاري وکړو. د یوه ګاونډي هېواد په اړه د «د رژیم بدلون» اصطلاح کارول زموږ لپاره مناسب نه دي.»

د سیاسي چارو یو شمیر شنونکي په دې باور دي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اختلافاتو حل لپاره د زور پر ځای باید دواړه لوری د خبرو اترو او همکارۍ لار خپله کړي او په خبره یې، د سیاسي او امنیتي کمیټو رامنځته کول کولی شي د‎ ترینګلیتاوو مخنیوی وکړي. شنونکي همداراز خبرداری ورکوي، چې د ترینګلتیاوو دوام سیمې لپاره ګواښوونکې پایلې لري او لومړنی قربانیان به یې د دواړو هېوادونو خلک وي.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي دوام د سیمې، اسیا او حتا له سیمې بهر هېوادونو لپاره ډېرې خطرناکې پایلې لري؛ خو د دې وضعیت اصلي قربانیان به د افغانستان او پاکستان خلک وي. د دواړو هېوادونو د خلکو رښتینې ګټې له دې سره تړلې دي چې د سترو قدرتونو له استخباراتي لوبو لرې پاتې شي. افغانستان باید یو ځل بیا د هغو قدرتونو د نیابتي سیالیو په ډګر بدل نه شي چې د ملاتړ تر نامه لاندې خپلې ګټې او استخباراتي لوبې تعقیبوي.»

مطالب بیشتر:  د پاکستان د ادعا ردیدل؛ ذبیح الله مجاهد: کډوال جنګیالي نه دي

د سیاسي چارو بل شنونکی حمید الله مفید بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره، په ځانګړي ډول په سرحدي سیمو کې د ودانیو جوړولو او امنیتي اقداماتو په اړه چې د سیمې ثبات ګډوډوي، باید د زور او تحمیلي پرېکړو پر ځای د خبرو اترو او همکارۍ لاره غوره شي. تر ټولو غوره حل‌لاره دا ده چې د افغانستان، پاکستان او ایران په ګډون یوه ګډه سیمه‌ییزه امنیتي کمېټه جوړه شي، څو د بې‌پرې څارونکي په توګه دا موضوعات په دقیق ډول وڅېړي. په ورته وخت کې، د یوې ګډې سیاسي کمېټې جوړول کولای شي د رغنده خبرو اترو، رڼو څېړنو او د عملي حل‌لارو موندلو زمینه برابره کړي او پر بحران د ترینګلتیاوو بدلېدو مخه ونیسي.»

دا څرګندونې په داسې حال کیږي، چې په تیر یوه کال کې، د اسلامي امارت پر ضد د پاکستان انتقادي دریځ او کړنې د دواړو هېوادو د اړیکو ترینګلي کېدو لامل شوې. په دې اړه د اسلامي امارت ویاند په خپلو ورستي دریځ کې ویلي، چې پاکستان د امریکا په ملاتر د افغانستان د بې‌ثبایه کولو سناریو پر مخ بیایي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *