کابل سره د تعامل پر دوام د دوشنبې ټینګار؛ تاجیکستان ا.ا سره په امنیتي برخه کې مستقیمه همکاري پیلوي

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې له ترینګلتیاوو وروسته، تازه د تاجیکستاني چارواکو د خپلو امنیتي بنسټونو او اسلامي امارت ترمنځ د مستقیمې همکارۍ خبر ورکړی دی. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې د دغه هېواد امنیتي ادارې د سرحدي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره له اسلامي امارت سره همکاري کوي.
د سراج‌الدین مهرالدین په وینا، دوشنبه د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې له کابل سره تعامل ته دوام ورکړی او په ورته وخت کې یې سرحدي بازارونه بېرته فعال کړي او افغانستان ته د برېښنا لېږد هم بېرته پیل شوی دی. نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې له ۱۱۰ میلیونه ډالرو پورته دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «د افغانستان په اړه زموږ دریځ ثابت دی. موږ غواړو افغانستان یو امن، باثباته، سوله‌ییز او پرمختللی هېواد ووینو. د سرحدي سیمو د پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره لازم اقدامات شوي او د دغو پېښو په اړه به هر اړخیزې څېړنې وشي.»

د سیاسي چارو د شنونکو وایي، چې د افغانستان په اړه د تاجکستان نوې تګلاره د امنیتي ملاحظاتو، ملي ګټو او په سیمه کې د ځواک د توازن او ثبات د ساتلو له هڅو سرچینه اخلي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی په دې تړاو آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «تاجکستان چې پخوا یې له اسلامي امارت سره سیاسي اختلافات لرل، اوس یې نوې تګلاره خپله کړې او له افغانستان سره یې امنیتي، اقتصادي او سرحدي همکارۍ پراخې کړې دي. د دوشنبې دا تګلاره د ملي ګټو، په سیمه کې د سیاسي توازن ساتلو او د پولو په اوږدو کې د ثبات ټینګښت په چوکاټ کې غوره شوې ده.»

مطالب بیشتر:  ټرمپ: د پاکستان په همکارۍ مو پر کابل هوایي ډګر د برید اصلي طراح نیولی

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د دغه هېواد چارواکي د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې د همکارۍ د دوام، د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي او خپلې خاورې ته د دغو ډلو د نفوذ د مهار په موخه، له افغانستان سره پر همکارۍ ټینګار کوي. د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې دا همکاري کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري اړیکو د پراخېدو او پیاوړتیا زمینه برابره کړي.»

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال کابل سره د مستقیمې همکارۍ خبره کوي، چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په وروستیو کې، د تاجکستان په سرحدي سیمو کې د نا معلومو کسانو په بریدونو کې پنځه چینایي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *