کابل سره د تعامل پر دوام د تهران ټینګار؛ آیا ایران ا.ا په رسمیت پېژني؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی وایي، چې د امارت اسلامي د رسمیت پېژندنې پرېکړه د دغه هېواد د حکومت صلاحیت دی او هر کله چې تهران یوې مشخصې پایلې ته ورسېږي، له جمع‌بندۍ وروسته به په یوه مناسب وخت کې خپل رسمي دریځ په ډاګه کړي. ښاغلي بقايي په یوه خبري ناسته کې ویلي چې ایران دا مهال هم له افغانستان سره پراخې اړیکې لري او غواړي دا تعاملات دوامداره وساتي.

اسماعیل بقایي په دې اړه زیاته کړې: «د رسمیت پېژندنې موضوع زموږ د حکومت پرکړه ده، چې هېوادونه یې د خپلو مصالحو او ګټو پر بنسټ نیسي او موږ ورته درناوی لرو. موږ له افغانستان سره، لکه څنګه چې تاسو اشاره وکړه، په بېلابېلو برخو کې پراخه راشه درشه او اړیکې لرو. زموږ هوډ دا دی، چې دا اړیکې لا پراخې او دا ګټور تعاملات د دواړو هېوادونو ترمنځ دوام ومومي. د رسمیت پېژندنې په اړه هم، هر وخت چې وروستۍ پایلې ته ورسېږو، بیا به خپله پرېکړه په ډاګه کړو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تماسونو دوام ته په اشارې سره ویلي، چې دا مهال افغانستان ته د هغه هېواد د ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر رسمي برنامه نه ده اعلان شوې او په خبره یې، کوم څه چې په دې اړه مطرح شوی، یوازې د ښه نیت څرګندونه ده.

اسماعیل بقایي افغانستان ته د مسعود پزشکیان د احتمالي سفر په اړه د خپرو شویو راپورونو په تړاو ویلي: «دا مهال افغانستان ته د محترم ولسمشر د سفر برنامه موږ ته نه ده ابلاغ شوې، هغه څه چې مطرح شوي، افغانستان سره د یوه مسلمان او ورور ګاونډي په توګه د ایران اسلامي جمهوریت لېوالتیا، نیک نیت او د ښه ګاونډیتوب او ورورګلوۍ سیاست پر دوام د هغه ټینګار و، که مناسب شرایط، ترتیبات او مقدمات برابر شي، پر دې موضوع به غور وشي»

خو اصلي پوښتنه داده، چې د کابل او تهران ترمنځ اوسني تماسونه کولای شي د ایران له خوا د سرپرست حکومت رسميت پېژندنې لامل شي کنه؟

د نړۍوالو چارو شنونکی ویس ناصري د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د ایران اسلامي جمهوریت او د دغه هېواد چارواکي له اوسنیو واکمنو سره نږدې اړیکې لري. دا مهال د ایران او اسلامي امارت ترمنځ تجارتي، اقتصادي، سیاسي او استخباراتي اړیکې په هغه کچه نه دي، چې ایران دې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او یا یې دې په دې اړه وروستی تصمیم نیولی وي.»

د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ بیا د افغانستان او ایران اړیکو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «افغانستان او ایران دوه ګاونډیان دي چې خلک یې له یو بل سره ژورې سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، مذهبي او ژبنۍ اړیکې لري. د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، ایران هڅه کوي چې له افغانستان سره خپلې سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي. دغه هېواد د اسلامي امارت سیاسي استازی منلی او اوس چې له حساسو سیمه‌ییزو او نړیوالو شرایطو سره مخ یو، ښکاري چې نه یوازې ایران، بلکې د سیمې ډېر هغه هېوادونه چې له روسیې سره سټراټیژیکې اړیکې لري، هڅه کوي چې په نږدې راتلونکې کې اسلامي امارت افغانستان په رسمیت وپېژني.»

افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته، تېرو څلورو کلونو کې ایران هم یو له هغو هېوادونو دی، چې کابل سره یې اړیکې پاللې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو، په ځانګړي ډول کډوالۍ او د پولو په امنیت کې همکارۍ د دغو اړیکو ښکاره بېلګې دي. ایران تل ټینګار کړی چې د افغانستان ثبات د سیمې د امنیت لپاره مهم دی او هڅه کوي له ډیپلوماټیکو لارو دغه هېواد سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد