آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاقډار، په یوه خبري ناسته کې د افغانستان د دیني عالمانو د وروستي فتوا هرکلی کړی چې له مخې یې د افغانستان له پولو هاخوا جګړه حرامه بلل شوې ده. هغه همداراز د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر د څرګندونو ستاینه کړې چې ویلي یې دي د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.
اسحاقډار زیاته کړې چې اسلاماباد د افغانستان په اړه نیک نیت لري او یوازینۍ غوښتنه یې دا ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول شي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې دا څرګندونې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ترینګلتیاوو په کمېدو او د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
اسحاقډار د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «هغوی پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي او پاکستان هم په دې کې شاملېږي، فتوا ورکړه چې زموږ خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي. ښاغلي حقاني هم ظاهراً په همدې چوکاټ کې یوه بیانیه خپره کړې چې موږ هم هغې ته ژمن یو.»
دغه پاکستاني چارواکي د خپلو خبرو په بله برخه کې، هغو ناستو ته په اشارې چې د منځګړو هېوادونو په هڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ شوې وې، تایید کړه چې په ریاض کې د اسلاماباد او کابل د مذاکره کوونکو لیدنه، د دوحې او استانبول د ناستو په څېر، کومه مثبته پایله نه درلوده.
نوموړي په دې اړه د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې ویلي: «د سعودي عربستان ناسته هم د قطر او ترکیې په څېر کومې منطقي پایلې ته ونه رسېده. زه باور لرم که هغوی په جدي ډول پر همغه ټکو عمل وکړي چې په څو فتواوو او همدارنګه د سراجالدین حقاني په څرګندونو کې راغلي، نو له دوو تر څلورو اوونیو پورې به یو څرګند او محسوس بدلون ولیدل شي.»
بلخوا، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره د اړیکو په تړاو وایي، چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. د دوی په باور، که دا هېوادونه له افغانستان سره رښتینې همکاري غواړي، نو باید د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی آفاق خبري آژانس سره په دې اړه زیاتوي: «هر هغه هېواد چې د افغانستان په اړه خبرې کوي، باید زموږ له هېواده لرې واوسي. دغو هېوادونو زموږ له خلکو او هېواد سره ډېر جنایتونه کړي دي. که غواړي د افغانستان خلک په سوله او ثبات کې ژوند وکړي، باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې به هېڅکله د نورو هېوادونو پرضد استفاده ونشي او تل یې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د مثبت او رغنده تعامل غوښتنه کړې ده.
