کابل ته د ډي‌کارلو د سفر پای؛ آیا بدلون پر لاره دی؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: افغانستان ته د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې روزمېري ډي‌کارلو درې ورځنی سفر پای. ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مېرمن ډي‌کارلو د خپل سفر پر مهال د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو، د دیپلوماتیکو استازولیو له غړو، افغان مېرمنو، د مدني ټولنې له استازو او د ملګرو ملتونو له ښځینه کارکوونکو سره لیدلي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، هغې په دې لیدنو کې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان بیاځلي ادغام پر اړتیا ټینګار کړی او دواړو لورو هوکړه کړې چې په دې برخه کې به تعاملاتو ته دوام ورکړي. همدارنګه، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې، له کوم خنډ او ځنډ پرته له سرحدي لارو د بشري مرستو پر لېږد ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت له چارواکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ کابل ته د ډی‌کارلو سفر په اړه وایي: «په دې وخت کې افغانستان او د افغانستان خلکو ته د نړیوالې ټولنې پاملرنه بې‌ګټې نه ده او اسلامي امارت باید له دې فرصته د هېواد د اقتصادي او سیاسي وضعیت د پراختیا او پرمختګ لپاره سمه ګټه واخلي.»

د چارو شنونکي باور لري، چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د لوړپوړو استازو سفر کېدای شي له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د رسمي تعامل د پراختیا لپاره شین څراغ واوسي. د دوی په اند، که اسلامي امارت په ځینو برخو کې انعطاف او مصلحت ولري، نو کولی شي د هېواد بنسټیزو او ملي موخو ته د رسیدو زمینه برابرهک ړي.

مطالب بیشتر:  امنیت شورا افغانستان کې د یونما ماموریت غځېدو په پار سبا رایه اچونه کوي

د سیاسي چارو بل شنونکی سید هارون هاشمي بیا د ملګرو ملتونو د لوړپوړو چارواکو د سفر په اړه زیاتوي: «افغانستان ته د ملګرو ملتونو د لوړپوړو استازو راتګ یو مثبت ګام دی، ځکه دا اقدام له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د رسمي تعامل زمینه برابروي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی روح‌الله هوتک بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «دا تعاملات کولی شي د یوه واحد نظارتي چوکاټ په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ د منځګړیتوب رول او همکارۍ پیاوړتیا زمینه برابره کړي؛ هغه څه چې د ټولو خواوو لپاره ارزښت لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې روزمېري ډي‌کارلو، کابل ته د خپل سفر پر مهال، د اسلامي امارت له چارواکو سره د امنیت، ثبات، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې، د بانکي محدودیتونو د لرې کولو او د بشري مرستو د اسانتیا لپاره د همکاریو د دوام په اړه خبرې اترې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *