د بندیانو په چارو کې د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي ادم بوهلر، پر خپله ایکسپاڼه له اسلامي امارت د نیول شویو درېیو امریکایي وګړو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده. هغه ټینګار کړی، چې اوس په افغانستان کې د نیول شویو دریو بې ګناه امریکایی اتباعو د خوشې کولو وخت رارسیدلی دی. ښاغلي بوهلر ویلي دي چې، واشنګټن د هېڅ امریکایی بندي کېدل نشي زغملی. هغه خبرداری ورکړی چې د امریکایی اتباعو د خوشې کولو کې پاتې راتلل به د هیوادونو لپاره ناوړه پایلې ولري.
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل شوی چې د «ناسمې نیونې» ملاتړ کوي.
مارکو روبیو یو ځل بیا ادعا کړې ده چې اسلامي امارت هڅه کوي د امریکایی اتباعو په نیولو سره له واشنګټن څخه سیاسي ګټه ترلاسه کړي. هغه له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې نیول شوي ټول امریکایی اتباع خوشې کړي، په شمول د ډینس کویل او محمود حبیبي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه زیاته کړې: «نن، موږ افغانستان د یو داسې هېواد په توګه نوموو چې د ‘ناعادلانه توقیفونو’ ملاتړ کوي. اوسنی افغان حکومت د سیاسي ګټې ترلاسه کولو لپاره تاکتیکونو ته دوام ورکوي، مګر دا به د دې ادارې پر وړاندې کار ونکړي. اوسنی افغان حکومت باید ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول هغه امریکایی اتباع چې په ناحقه په افغانستان کې توقیف شوي دي خوشې کړي.»
د سیاسي چارو شنونکي سمیر انګار د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه ویلي : «دا ډول څرګندونې قانوني او سیاسي مشروعیت نلري او موخه یې په کابل باندې فشار راوړل دي.»
اسلامي امارت تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو پخوا یې څو ځله ویلي چې بهرني اتباع د هېواد د قوانینو د سرغړونې په تور نیول کېږي. یو شمیر سیاسي کارپوهان دې ته په اشارې سره چې هر هیواد د سیاسي او جنایي جرمونو پر بنسټ ځانګړي قوانین لري، وايي چې د امریکایي بندیانو خوشې کول کولی شي د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره لاره هواره کړي.
د سیاسي چارو شنونکي عزیز ستانکزي په دې اړه افاق خبري اژانس ته وویل: «هر هېواد د جنایي او سیاسي جرمونو پر بنسټ خپل قوانین او مشخصات لري. که چیرې د امریکایي اتباعو جرمونه ډیر جدي نه وي، اسلامي امارت کولی شي د هغوی په خوشې کولو سره له امریکا سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره لاره پرانیزي.»
د ویلو ده، چې تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې د امریکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه د دوی خبرې اترې لا تر اوسه کومې روښانه پایلې ته نه دي رسېدلې.
همدارنګه، په دې وروستیو کې دوه امریکایي اتباع د اسلامي امارت له لوري خوشې شول. امیر امیري د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې د شاوخوا ۹ میاشتو توقیف وروسته خپل هېواد ته راستون شو، او جورج گلزمن د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۰مه خوشې شو او له دوو کلونو څخه زیات وخت وروسته خپل هېواد ته ستون شو.