کابل ته د ازبکستان استخباراتو رییس راتګ؛ امنیتي مسوولینو سره پر کومو مسایلو غږېدلی؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ازبکستان استخباراتو رییس قربان‌اوف  باخودیر وایي، چې د اسلامي امارت استخباراتو له عمومي رییس سره یې لیدلي دي. هغه پر خپله ایکس پاڼه د اسلامي امارت استخبارات پیاوړي بللې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت توانېدلی په لنډ وخت کې د داعش ډلې جرړې ختمې کړي.

ښاغلي باخودیر زیاته کړې، چې تاشکند به د امنیت په برخه کې اسلامي امارت سره همکاریو ته دوام ورکړي. د ازبکستان استخباراتو رییس پر خپله ایکس پاڼه همداراز لیکلي: «د اسلامي امارت استخبارات پیاوړي دي او توانېدلي په لنډ وخت کې افغانستان کې د داعش جرړې ختمې کړي.»

تر دې وړاندې د ازبکستان استخباراتو رییس د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني سره لیدنه کې، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې وې. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، چې په دې لیدنه کې د مخدره توکو قاچاق پر مخنیوي او افغانستان کې د ازبکستان پروژو د امنیت ټینګښت په اړه هم خبرې وشوې

عبدالمتین قانع د دې لیدنې په اړه زیاته کړې: «په دې ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو دوام او پیاوړتیا په اړه بحث وشو؛ څو د دواړو هېوادونو په امنیت کې ښه‌والی راشي او صنعتي او طبیعي مخدره توکو قاچاق مخه ونیول شي.»

په ورته وخت کې، د ازبکستان استخباراتو رییس قربان‌اوف باخودیر د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد سره هم لیدلي دي. دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د سرحدي همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې او د دغه وزارت سرپرست په دې لیدنه کې په نړۍوال سټېج د افغانستان په اړه د ازبکستان د مثبت دریځ هرکلی کړی دی.

اوس پوښتنه دا ده، چې کابل ته د ازبکستان د استخباراتو رییس سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې لیده کاته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او امنیت ټینګښت په برخه کې څومره مرسته کولی شي؟

د سیاسي چارو شنونکی سید عبدالله صادق د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق سره خبرو کې وایي: «هغه ګاونډي هېوادونه، چې افغانستان کې د ځینو فعالیتونو په اړه اندېښنه لري، باید اسلامي امارت سره کره او معتبر شواهد او اسناد شریک کړي. د باور فضا په رامنځته کولو، په قانوني او حقوقي چوکاټونو کې ګډ کار او د ګډو تګلارو جوړول کولی شي د ترینګلتیاوو مخه ونیسي او په سرحدي سیمو کې د سوله‌ییز او یو بل ترڅنګ پاتې کېدو زمینه برابره کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته نوي پړاو ته د ننه شوې او اسلامي امارت دا مهال هڅې کوي، څو د سیمه‌ییز محوره سیاستونو په غوره کولو سره، د سیمې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي تعاملاتو کې خپل ځای تثبیت کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد