پوتین د تاجیکستان پر لور؛ د افغانستان راتلونکي په اړه د مسکو مهم دریځ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: روسي رسنیو تاجیکستان کې د دغه هېواد د سفیر سمیون ګرګوریف په حواله راپور ورکړی، چې ولادیمیر پوتین به دوشنبې ته د خپل سفر پر مهال د سیمې پر مهمو سیاسي مسایلو، په ځانګړي ډول د افغانستان اړوند مسایلو په اړه له خپل تاجیکستاني سیال سره خبرې اترې وکړي.

د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې، ګریګوریف دا سفر د دوشنبې او مسکو ترمنځ د اړیکو ارزښت او همداراز یې د سیمې د امنیت په ټینګښت کې د تاجیکستان د رول مثبته ارزونه بللې او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان به د خبرو اترو له مهمو محورونو وي او په خبره یې، مسکو تاجیکستان سره دوه اړخیزو او همداراز د شانګهای همکاري سازمان په چوکاټ کې د همغږۍ زیاتوالي ته زیات ارزښت ورکوي.

سمیون ګریګوریف په دې اړه زیاته کړې: «افغانستان د خبرو اترو له مهمو محورونو دی او مسکو له تاجیکستان سره د همغږۍ پراختیا ته ځانګړی ارزښت ورکوي، هغه که په دوه اړخیزه کچه وي او یا هم د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې.»

د سیاسي چارو شنونکی یحیی چاووش بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «دا موضوع به د سیمې پر وضعیت مثبتې اغېزې ولري، په ځانګړي ډول دا چې د خبرو اترو مهمه برخه د افغانستان پر امنیتي او اقتصادي مسایلو بحث دی. د سیمې هېوادونه د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه لري او په دې وروستیو کې هم تاجیکستان، ازبکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت ټینګار وکړ.»

افغانستان سره د روسیې نږدې اړیکو او د کابل او دوشنبې ترمنځ ګډې پولې ته په کتو، دا هېوادونه تر کومه بریده کولی شي په سیمه کې د ثبات ټینګښت او همداراز د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو ټینګښت په برخه کې رول ولري؟

د چارو شنونکي د دې پوښتنې په ځواب کې وایي، چې که مسکو او دوشنبې د افغانستان په اړه همغږې تګلاره غوره کړي، کېدای شي د امنیتي او اقتصادي همکاریو او خبرو اترو زمینه برابره شي. د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق بیا آفاق سره د دې پوښتنې په ځواب کې داسې وایي: «پوتین دا درک کړې، چې د غړو هېوادونو د ولسمشرانو د کنفرانس له جوړېدو مخکې، د تاجیکستان ولسمشر او اسلامي امارت ترمنځ کوم اختلافات چې شته، په دې اړه خبرې وکړي، څو دا اختلافات د سازمان پر عمومي او کاري فضا سیوری ونه غوړوي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی داوود شیراز بیا آفاق سره خبرو کې په دې اړه داسې لیدلوری لري: «پوتین غواړي د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اختلافات حل شي، چې دا مسئله هم د افغانستان او هم د تاجیکستان په خیر دی او تاجیکستان ته د پوتین سفر د سیمې د ثبات په برخه کې ښه پرمختګ دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې په ۳مه نېټه د روسیې له لوري د اسلامي امارت تر رسمیت پېژندنې وروسته، د کابل او مسکو ترمنځ به امنیتي، اقتصادي او سیمه‌ییزو تعاملاتو په برخه کې همکارۍ زیاتې شوې او روسیه هڅه کوي د افغانستان او مرکزي آسیا د ثبات په ټینګښت کې فعال رول ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *