په واورو او توپان کې د بند پاتې ۲۵۰ افغان کډوالو ژغورل

په واورو او توپان کې د بند پاتې ۲۵۰ افغان کډوالو ژغورل

د ایران د رضوي خراسان ولایت د تایباد ښار عمومي څارنوال، حجت صدیقي خبر ورکړی چې د دغه هېواد په شمال ختیځ سرحدي سیمو کې یې ۲۵۰ افغان کډوال، چې د د سختې واورې او طوفان له امله بند پاتې وو، ژغورلي دي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړې چې دغو کډوالو غوښتل په ناقانونه توګه ایران ته دننه شي، خو د روغتیایي وضعیت له ښه کېدو وروسته به بېرته افغانستان ته واستول شي.
هغه له ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا کډوال ایران ته تر داخلېدو وړاندې، د داوړو هېوادونو ترمنځ پوله کې د ایران سرحدي ځواکونو له لوري پېژندل شوي وو.
حجت صدیقي همداراز زیاته کړې چې د دغو بند پاتې کډوالو لپاره، چې د یخنۍ له امله ناروغ شوي وو، طبي او نور اړین خدمتونه هم چمتو کړي دي.
نوموړي په ډاګه کړې چې دا افغانان به، د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته، بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.
ایراني رسنیو همدارنګه د نوموړي له خولې لیکلي چې، د ایران ختیځ سرحدي سیمې د افغانانو د ناقانونه تګ راتګ لپاره خوندي نه دي او خبرداری یې ورکړی، هغه کسان چې په غیرقانوني ډول یاد هېواد ته د ننه کیږي، جدي او قانوني چلند به ورسره وشي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد