آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران د ملي امنیت عالي شورا سرمنشي له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، تهران چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره ملاتړی رول ترسره کړي او په همدې موخه یې پاکستان ته د «سپین چک» وړاندیز کړی؛ هغه اقدام، چې د سیمهییزې سولې لپاره د پاکستان له هڅو د تهران د بی قیده او شرطه ملاتړ ښکاروندوی دی.
لاریجاني له پاکستاني چارواکو سره له لیدنې وروسته وویل، چې ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو او همکاریو رامنځته کولو لپاره بشپړ چمتو دی او پاکستان کولی شي هر وخت، چې لازمه ورته ښکاري د سولې له سپین چک ګټه پورته کړي.
د ایران د امنیت عالي شورا سرمنشي علي لاریجاني وايي:« موږ عمومي اصل د پاکستان ملګرو ته پریښی دی؛ موږ چمتو یو چې د دې مسلې د حل لپاره په هره لاره چې دوی مناسب ګڼي اقدام وکړو. دا په دوی پورې اړه لري چې موږ ته خبر راکړي چې ایا دوی فکر کوي چې موږ د دې مسلې په حل کې رول لوبولی شو؛ موږ به دا کار وکړو.»
له دې سره هممهاله یو شمیر شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان به د ایران د سولې سپین چک ته هیڅ پام ونکړي او په وینا یې اسلامآباد د افغانستان د نا امنه کولو او نویو استخباراتي ماموریتونو لپاره له لویو قدرتونو امتیاز او ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی وايي:« زما په نظر پاکستان د ایران وړاندیز شوي سپین چک ته هیڅ اهمیت نه ورکوي؛ ځکه اسلام آباد د افغانستان د نا امنۍ د مدیریت او د نویو استخباراتي ماموریتونو د پلي کولو په بدل کې له لویو قدرتونو نور لوی چکونه ترلاسه کړي او له همدې امله حاضر نه دی چې ایران ته مهم امتیازونه ورکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی اسد الله ندیم وايي:« که ګاونډي هېوادونه نن د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسي او سوله ییزې لارې لپاره چمتووالی ښيي، دا یو مثبت اقدام دی. خو د پاکستان او افغانستان ستونزه ډېره پېچلې او لويه ده، چې یوازې ایران یې نه شي حل کولی. د دې بحران حل هغه مهال ممکن دی، چې ځواکمن هېوادونه لکه چین او روسیه منځګړیتوب وکړي او دا ترینګلتیاوې کمې کړي.»
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي وو، ایران د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو کمولو په موخه د یوې سیمهییزې ناستې جوړلو په حال کې دی.
