په سرحدونو کې کلک تدابیر؛ د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله کې همغږي زیاته شوې

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د امنیتي اندېښنو زیاتوالي په دوام، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امنیتي تدابیرو د سختېدو او له تاجکستان سره د ګډو همغږیو د پیاوړتیا خبر ورکوي. ښاغلی مجاهد ټینګار کوي، چې حکومت خپلې وروستۍ هڅې کاروي څو د پولې اړوند موضوعات په اصولي ډول حل او د هر ډول قاچاق او ناقانونه تګ راتګ مخه ونیول شي.

د اسلامي امارت ویاند په دې اړه زیاتوي: «په وروستۍ پېښه کې ښايي قاچاقبرانو په ناقانونه توګه د اوښتو هڅه کوله چې د تاجکستان د سرحدي پولیسو له غبرګون سره مخ شول. سره له دې، د افغانستان او تاجکستان ځواکونه په بشپړه همغږۍ کې دي او اړین معلومات له یو بل سره شریک شوي دي. امنیتي چارواکو ټینګار کړی چې د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره ګډ اقدامات تر کار لاندې دي.»

د تاجکستان او افغانستان پر پوله د وسله‌والې نښتې په پایله کې درې تنه ووژل شول او دوه نور په تېښته بریالي شوي دي. د دې پېښې له امله روسیې او د ګډ امنیتي تړون سازمان د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د پیاوړتیا بهیر چټک کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «امریکا، پاکستان او لوېدیځ هېوادونه ښه پوهېږي چې زموږ شمالي ګاونډیان له روسیې سره متحد دي، او همدې مسئلې ته په کتو نه غواړي افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي همدارنګه زیاتوي، چې د افغانستان او تاجکستان پر پوله وروستي تحرکات تر ډېره د هغو ډلو له خوا رهبري کېږي چې تخریبي او ترهګریز اهداف لري او هڅه کوي د اسلامي امارت د حکومت او تاجکستان ترمنځ مستقیمې اړیکې ګډوډې کړي.

مطالب بیشتر:  د اوکراین جګړې په اړه سبا ریاض کې د امریکایي او روسي چارواکو ترمنځ خبرې پیلېږي

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک، آفاق ته وویل: «له پوځي اړخه دا تحرکات د هغو ډلو له خوا پر مخ وړل کېږي چې له تخریبي نیتونو سره میدان ته راغلي دي او اصلي هدف یې د اسلامي امارت د حکومت او تاجکستان ترمنځ د مستقیمو اړیکو ګډوډول دي.»

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د تاجکستان د ملي استخباراتو ادارې اعلان کړی و چې د «خرمنجو» په سرحدي سیمه کې د سرحدي ځواکونو سره په نښته کې د یوې ترهګرې ډلې څلور غړي وژل شوي دي. د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې هم ټینګار کړی و چې د دغو کسانو جنایي دوسیه تر څېړنې لاندې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *