پر کابل د اسلام آباد د تورونو دوام؛ ا.ا د افغان خاورې د خوندیتوب ډاډ ورکوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو په دوام د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف یو ځل بیا کابل د خپل هېواد په نا امنۍ کې پر رول لرلو تورن کړ.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل چې اسلامي امارت باید درک کړي چې په افغانستان کې امنیت ټینګښت تر هر څه وړاندې د دغه هېواد په ګټه هم دی، ځکه په وینا یې د افغانستان د بیارغاونې لپاره به د نړیوالې ټولنې د همکارۍ او مرستې امکان د ټیکاو تر سیوري لاندې برابر شي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وایي:« افغان حکومت باید په دې پوه شي چې په پاکستان کې د امنیت تامین تر هرڅه پورته د افغانستان په خپله ګټه ده، ځکه چې نړیواله ټولنه به یوازې د ثبات رامنځته کېدو په صورت کې د هیواد په بیارغونه کې مرسته وکړي.»

په ورته مهال د سیاسي چارو ځینې نور شنونکي پاکستان دوه مخی ګڼي او ټينګار کوی چې اسلام آباد تل افغانستان ته د زیان رسولو په لټه کې دی او تازه یې د سیمې د بې ثباتۍ لټه هم پیل کړې ده.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وایي:«یو یې شیطاني، پټه او ویجاړونکې پالیسي ده او بل یې د دوستۍ او همکارۍ ادعا ده، ټول د افغانستان د امنیت د ډاډمنولو په نوم. خو نن ورځ، پاکستان د تیرو وختونو په څیر چالاک، تعصبي او غلط سیاستونه تعقیبوي؛ هغه پالیسۍ چې هیواد یې نه یوازې د امنیت له پلوه، بلکې د اقتصاد او سیاست له پلوه هم له سخت بحران سره مخ کړی دی.»

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي وایي:«افغانستان په تیرو کلونو کې له پاکستانه تر ټولو ډیر زیان لیدلی دی. اسلامي امارت د خپل خپلواک بهرني سیاست په چوکاټ کې خپل ملګري او دښمنان ښه پیژني او پوهیږي چې کوم هیوادونه باید خوندي کړي او خپلې اړیکې ورسره تنظیم کړي.»

د پاکستان دفاع وزیر په داسې حال کې یو ځل بیا د افغانستان له خاورې اندېښنه څرګندوي چې د اسلامي امارت ویاندویانو په ځلونو ټینګار کړی چې د پاکستان په ګډون د هیڅ هېواد پر وړاندې به افغان خاوره ونه کارول شي او په پاکستان کې نا امنۍ هم د دغه هېواد په کورنیو ستونزو کې ریښه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *