د کابل او اسلامآباد ترمنځ د وروستیو نښتو په لړ کې او پر پاکستاني ځواکونو د غچاخیستونکو بریدونو له پیل سره هممهاله، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، پر کابل، کندهار او پکتیا هوایي بریدونه بزدلانه بللي دي. د اسلامي امارت ویاند زیاتوي: «د پاکستان بزدله پوځ په کابل، کندهار او پکتیا کې ځینې ځایونه بمبار کړي، خو الحمدلله چاته په کې د سر زیان ندی اوښتی.»
پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر عبدالسلام ضعیف، ټینګار کړی چې اسلامآباد باید بېځایه غرور ونه کړي او پر خپلو سیاستونو دې بیاکتنه وکړي. د نوموړي په وینا، د اړیکو ترینګلتیا او د افغانانو سپکاوی به د بېثباتۍ لمن پراخه کړي او پاکستان کې یې له مخکښو علماوو غوښتي، چې د پوځي واکمنانو د شخصي ګټو او ځانغوښتنو مخه ونیسي.
عبدالسلام ضعیف په دې اړه زیاته کړې: «په پاکستان کې بانفوذه علماء او مشران باید د پاکستان د نظامي رژیم د خودسره او خود غرضه پلان مخه ونیسي، کوم چې هم د دوی او هم د سیمي د اضطراب سبب جوړ شوی او که داسې خاموشه پاته کیږي عواقب به یې ترټولو د دوی لپاره تر بد بدتر وي.»
دغو بریدونو پراخ کورني او نړۍوال غبرګونونه هم را پارولي دي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت له ښکېلو خواوو غوښتي، څو ژر تر ژره متقابل بریدونه پایته ورسوي او اختلافات د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې حل کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، چې مسکو چمتو دی د دواړو لورو په غوښتنه، د ترینګلیتاوو د حل لپاره د خبرو اترو منځګړیتوب وکړي.
ضمیر کابلوف زیاته کړې: «روسیه چمتو ده، چې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ منځګړیتوب وکړي. مسکو د دواړو لورو په غوښتنه چمتو دی، د شخړې د سولهییز حل لپاره د خبرو اترو زمینه برابره کړي.»
په همدې حال، د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې اختلافات د خبرو اترو او غوره ګاونډیتوب په چوکاټ کې حل کړي. هغه زیاته کړې، چې تهران چمتو دی د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي عراقچي د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «د روژې په مبارکه میاشت، چې په اسلامي نړۍ کې د یووالي د پیاوړتیا میاشت ده، افغانستان او پاکستان ته په کار ده، چې اختلافات د غوره ګاونډیتوب او خبرو اترو په چوکاټ کې حل او مدیریت کړي.»
د دې ترڅنګ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوو ته په اشارې، له دواړو خواوو غوښتي، چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم د ترینګلتیاوو کابو کېدل اساسي او اړین امر بللی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ویلي: «موږ یو ځل بیا له دواړو خواوو د ستونزو د سولهییز حل او د نړۍوالو بشري حقونو د رعایت غوښتنه کوو، په ځانګړي ډول په اوسنیو ترینګلتیاوو کې د ملکي وګړو خوندیتوب اساسي او اړین امر دی.»
پر بهرنیو غبرګونونو سربېره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوو په کور دننه هم پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې افغانان به په هر ډول شرایطو کې په پوره اتحاد د خپل هیواد دفاع وکړي او د زور ځواب به په میړانې سره ووایي.
حامد کرزی په دې اړه زیاته کړې: «پاکستان په خشونت او بمباریو له هغو ستونزو چې پخپله یې ایجاد کړي ځان نشي خلاصولای بلکې خپله پالیسی دی بدله کړی او د افغانستان سره دی د ښه گاونډیتوب ، احترام او متمدنې رابطې لار اختیار کړي.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د تاوتریخوالي کابو کولو لپاره ډیپلوماټیکو هوکړو ته د رسېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې دا هوکړې باید د درېیم هېواد له لوري وڅارل شي. زلمی خلیلزاد د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «یو غوره انتخاب به دا وي چې دواړه هیوادونه یوې ډیپلوماټیکې هوکړې ته ورسیږي، څو د یو بل پر وړاندې ګواښ جوړ نه کړي. دا هوکړه دې د درېیم هېواد له لوري د یوه باور اړخ په توګه وڅارل شي. لکه ترکیه.»
په ورته وخت کې، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه رسمي اعلامیه کې اعلان ویلي، چې نوی ډیلي د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت ملاتړ کوي.
نرېندرا مودي په ټینګار سره زیاته کړې: «هند د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي خلکو ته مرګژوبله اوښتې، په کلکه غندي. دا اقدام د پاکستان لهخوا د خپلو کورنیو ناکامیو د پټولو هڅه ده. هند یو ځل بیا د افغانستان له حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ملاتړ تکراروي.»
اخوا د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري خبرداری ورکړی چې پاکستان به هیڅکله د خپلې سولې او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه جوړجاړی ونه کړي او د هیواد د وسله والو ځواکونو ځواب به جامع او پرېکنده وي. هغه ټینګار کړی، چې هغه کسان چې د پاکستان سوله د کمزورۍ نښه ګڼي، له سخت غبرګون سره به مخ شي او هېڅوک به د وسلهوالو ځواکونو له لاسرسي بهر نه وي.
آصف علي زرداری زیاته کړې: «پاکستان به د خپلې سولې او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه جوړجاړی ونه کړي. زموږ د وسلهوالو ځواکونو ځواب جامع او پرېکنده دی. هغه کسان چې زموږ سوله د کمزورۍ نښه ګڼي، له سخت غبرګون سره به مخ شي او هیڅوک به له لاسرسي بهر نه وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ۸:۰۰ بجې د اسلامي امارت پولهساتو ځواکونو پر پاکستاني پوځیانو غچاخیستونکي بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې یې ۵۵ پاکستاني پوځیان وژل شول او ۱۹ پوستې له منځه یووړل شوې.
