آفاق خبري آژانس؛ کابل: له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو له وتلو د ۴۶ کلونو په تیرېدو سره، د دغه نظامي حضور سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې پایلې لا هم د هېواد په تاریخ او نننیو واقعیتونو کې لیدل کیږي.
د شوروي اتحاد ځواکونه د ۱۹۷۹ کال په ډسمبر کې د خلق دموکراتیک ګوند پورې اړوند حکومت د ملاتړ لپاره افغانستان ته راغلل چې په پیل کې یې د ځواکونو شمېر له ۸۰ تر ۸۵ زرو پورې وو او وروسته څه باندې ۱۱۰ زره تنو ته ورسېد.
دا ځواکونه له ټانګونو او الوتکو سره په مهمو ښارونو له هغې ډلې کابل، بګرام، کندهار او هرات کې میشت شول.
د افغانستان اشغال د ۱۳۵۸ کال د مرغومې له ۶ د ۱۳۶۷ د سلواغې تر ۲۶ نېټې پورې شاوخوا ۹ کاله دوام وکړ او په دې موده کې افغانانو د شوروي د رژیم پر وړاندې پاڅون وکړ چې درنې پایلې یې درلودې، څه باندې یو میلیونه کسان ووژل شول، شاوخوا ۵ میلیونه بې ځایه، میلیونونه ټپیان او معلول او د زیربناوو په ګډون ښارونه او کلي په پراخه کچه ویجاړ شول.
دې جګړې د شوروي اتحاد لپاره هم دروند لګښت له ځان سره درلود، چې ددغې جګړې په لړ کې شاوخوا ۱۵ زره شوروي ځواکونه ووژل شول او څه باندې ۳۵ زره نور ټپیان شول.
دغه راز د شوروي سلګونه ټانګونه او الوتکې ویجاړې شوې چې همدا چاره د یاد هېواد د اقتصادي او سیاسي نظام د کمزورتیا لامل شوه او په پای کې دغې جګړې د پخواني شوروي اتحاد په پاشلو کې مهم رول ترسره کړ.
له سیاسي اړخه د شوروي نظامي حضور د وخت د حکومت مشروعیت کمزوری کړ او پراخ ولسي غبرګونونه یې له ځان سره درلودل.
د مجاهدینو د ډلو رامنځته کېدو، افغانستان د سړې جګړې پر مهال د نیابتي جګړو پر یو مهم ډګر بدل کړ او د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته هېواد اوږدو کورنیو جګړو ته دننه شو، چې شوروي د وخت له حکومته سیاسي ملاتړ وکړ، د مرکزي دولت جوړښت یې خوندي کړ او دولتي او نظامي کدرونو ته یې روزنه ورکړه.
له اقصتادي اړخه، د هېواد زیربناوې سختې ویجاړې شوې او د پراختیا لړۍ یې ودروله، د دغو زیانونو ترڅنګ، شوروي د سالنګ تونل، د سیلو ګانو، ځینو کارخونو او سړکونو جوړو کړل او دولت ته یې مالي او تخنیکي مرستې وړاندې کړې او د متخصصینو د روزنې لپاره یې هم اقدمات وکړل، خو دې اقدماتو ونه کړای شول چې د جګړې ویجاړونکې پایلې جبران کړي.
په نظامي برخه کې، شوروي د افغانستان پوځ پیاوړی کړ، امنیتي ځواکونو ته یې روزنه ورکړه او هغوی ته یې نظامي تجهیزات برابر کړل، هغه اقدام چې د جګړې او تلفاتو د زیاتېدو لامل شو.
په ټولنیزه برخه کې، سلګنه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او میلیونونه نور کډوال شول، بې وزلي او رواني زیانونو ټولنه اغیزمنه کړه، په داسې حال کې چې د زده کړو، ښاري لیک لوست زده کړې او شوروي ته د زده کړیالانو د لیږلو برخه کې هم پروګرامونه عملي شول.
د افغانستان جګړې په سیمه ییزه او نړیواله کچه پر شوروي اتحاد دروند فشار راوړ چې په ۱۹۹۱ کال کې یې د کمزورتیا او پاشل کېدو مهم عوامل بلل کیږي.
په ټوله کې د شوروي اتحاد ځواکونو حضور او وتلو په اوږد مهال کې پر افغانستان درنې اغیزې پر ځای پرېښودې او د سیاسي ثبات، ملي خپلواکۍ او د بهرنۍ مداخلې مخنیوي اهمیت یې روښانه کړ.
