پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته د غبرګونونو په دوام، د هند بهرنیو چارو وزارت پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستاني پوځ هوایي بریدونه په کلکه غندلي دي. د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند راندھیر جیسوال، د دغو بریدونو په غبرګون کې ويلي چې پاکستان د خپلو کورنيو ناکاميو د پټولو لپاره پر افغانستان بريدونه کوي.
هغه همدارنګه ټينګار کړی چې نوی ډیلی د افغانستان د ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ملاتړ کوي او د دغو اصولو پر درناوي يې ټينګار کړی دی.
راندھیر جیسوال زیاته کړې: «هند د پاکستان له لوري پر افغانستان هوایي بریدونه چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، د مرګ ژوبلې لامل شوي او هغه هم د روژې په مبارکه میاشت کې، په کلکه غندي. دا د پاکستان له لوري د خپلو کورنیو ناکامیو د پټولو هڅه ده.»
په همدې حال، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه «ويروونکي» بللي او په کلکه یې غندلي دي. هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانستان په اړه پر خپلو تګلارو بيا کتنه وکړي.
زلمی خلیلزاد په دې اړه زیاته کړې:«پاکستان يو ځل بيا پر افغانستان وېروونکي هوايي بریدونه کړي دي. د باوري سرچينو پر بنسټ، زيات شمېر بېګناه خلک، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او سپینږیري کسان وژل شوي يا ټپيان شوي دي. زه دا بريدونه غندم.»
په بلجيم کې د د افغانستان سفارت هم دا ډول اقدامات، د افغانستان د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی او ټينګار يې کړی چې پاکستان بايد اختلافات د خبرو اترو او نړيوالو ميکانيزمونو له لارې حل کړي. په بلجيم کې د افغانستان سفارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي: «پاکستان دې سمدستي خپل پوځي عمليات ودروي او اندېښنې دې د خبرو اترو او نړيوالو ميکانيزمونو له لارې تعقيب کړي.»
بلخوا، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداری، پر افغانستان له هوايي بريد وروسته ويلي چې دا د پاکستان د خاورې د دفاع حق دی او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د وروستي راپور په استناد يې خبرداری ورکړی، هغه کسان چې په پاکستان کې د وينې تويېدو مسوول دي، له قانوني تعقيب به خوندي پاتې نه شي.
آصف علي زرداری په دې اړه ویلي: «د پاکستان وروستي اقدامات د دغه هېواد د حق څرګندونه کوي، څو خپل خلک له پولې ها خوا تروریزم پر وړاندې خوندي وساتي. هغه کسان چې په پاکستان کې د وينې تويېدو مسوول دي، خوندي به پاتې نشي او تر قانوني تعقیب به لاندې وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په شپه د پاکستاني پوځ په هوایي بریدونو کې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د د ښځو او ماشومانو په ګډون، د یوې کورنۍ ۲۳ غړي تر خاورو لاندې شول، چې ۱۸ تنه یې شهیدان او پاتې نور یې ټپیان شوي دي.
