پاکستان کې د روسیې سفیر: چمتو یو د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو هواري منځګړیتوب وکړو

پاکستان کې د روسیې سفیر آلبرت خورف ویلي، مسکو چمتو دی د اسلام آباد او کابل ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو د حل منځګړیتوب وکړي.

ښاغلي خورف د روسیې له “ریانووستي” دولتي خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړې، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اختلافاتو ته په پام سره، که دواړه هېوادونه لېواله وي، مسکو چمتو دی د دوی منځګړیتوب وکړي.

پاکستان کې د روسیې سفیر په ډاګه کړې، چې مسکو فارمټ د دې ستونزو د هواري لپاره غوره پلټفرم دي.

دغه روسي ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې مسکو په سیمه کې د ثبات غوښتونکی دی او ملاتړ یې کوي.

د روسیې سفیر همداراز زیاته کړې، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ مثبتې اړیکې د مسکو په ګټه دي.

اسلامي امارت تر اوسه د دغه روسي ډیپلوماټ د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د سرپرست حکومت ویاندیانو ویلي وو، چې کابل د پاکستان په ګډون، له ټولو هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، تمه دا وه چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې به لا ګرمې شي؛ خو وروسته نه یوازې چې اړیکې ښې نه شوې، بلکې د فرضي کرښه په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ څو ځله نښتې هم وشوې.

د (۱۴۰۱ کال د وري میاشتې ۲۱مه) نېټه پاکستان سوېل ختیځ خوست ولایت کې هوایي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسانو ژوند بایلود.

د پاکستان له دې هوایي برید وروسته، د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځله نښتې شوې، چې دواړو لورو ته یې تلفات هم اړولي دي.

د ملګرو ملتونو شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د نوامبر میاشتې له لومړۍ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۳۱مې نېټې پورې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې شپږ ځله وسله‌واله نښتې رامنځته شوې او دواړو لورو د کرښې په اوږدو کې پوځي ځواک پیاوړی کړی دی.

د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په درېیمه نېټه، د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د یوې پوستې جوړولو پر سره نښته رامنځته شوه، چې پر ځاني تلفاتو سربېره، د تورخم دروازې په تړل کېدو سره، دواړو لورو ته پراخ مالي زیانونه واوښتل او بالاخره پرون (چهارشنبه، کب ۲۹مه) تر ۲۵ ورځني ځند وروسته د باروړونکو لاریو او بېړنیو ناروغانو پرمخ پرانیستل شوه.

د ویلو ده، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ ترینګلتیاوو وروسته له هغې زور واخیست، چې پاکستاني لوري د افغانستان په خاوره کې د وسله‌والو ډلو د شتون ادعا وکړه او تور یې پورې کړ، چې د افغانستان له خاورې د دوی پر وړاندې بریدونه تنظیمېږي، هغه څه چې په وار وار د اسلامي امارت مسوولینو له لوري رد شوي دي.

بل‌خوا سیاسي کارپوهان په دې باور دي، چې د افغانستان په خاوره کې د وسله‌والو ډلو شتون په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې له حقیقه لرې دي او د پاکستان ناامنۍ د اسلام آباد کورنۍ مسله ده، چې باید خپله یې حل کړي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ د ترینګلتیاوو حل په موخه د روسیې منځګړیتوب څومره ګټور دی؟

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد