پاکستان په کور دننه وسله‌والو بریدونو کې افغانستان او هند ښکېل بللي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چودري او د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي په یوه خبري ناسته کې ادعا کړې، چې پر جعفر اکسپرس رېل‌ګاډي او ځینو نورو ورستیو بریدونو کې له هندي او افغانستان کې پاتې امریکایي وسلو کار اخیستل شوی دی.
ښاغلي چودري او بوګټي په ډاګه کړې، چې ګاونډي هېوادونه، په ځانګړي ډول د پاکستان شرقي ګاونډی د دې وسله‌والې ډلې د ملاتړ او په سیمه کې د ناامنۍ مسوول دی.

د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چودري په دې اړه زیاته کړې: «دا پېښه د ترورېزم یو بل ډول دی، چې کولی شو رېښې یې زموږ په ګاونډي هېواد افغانستان کې پیدا کړو. دا د روان بهیر یوه برخه ده، ځکه کوم تشکیلونه چې له هغه ځایه راځي، افغانان دي او هغه کسان چې په ورته پېښو کې لاس لري، هم افغانان دي.»

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي ویلي: «پاکستان کې تروریستي پېښې د هند له لوري ترسره کېږي او د دې کار لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.»

په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي، هېواد یې هوډ لري د افغانستان او هند په اړه، چې د هغه په باور دغه هېواد کې وروستیو پېښو کې لاس لري، ملګرو ملتونو ته پرېکړه لیک وړاندې کړي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی ویس ناصري آقاق خبري آژانس ته وایي: «له بده مرغه چې افغانستان کې د پاکستان او هند رقابتي او نیابتي جګړه روانه ده او دواړه هېوادونه په کور د ننه هم له تروریستي ډلو هم ملاتړ کوي، څو د یوه هېواد سیاسي ثبات او ملي امنیت له ګواښ سره مخ کړي.»

که څه هم اسلامي امارت د پاکستان د دې ادعا په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت بلوچستان کې پر رېل‌ګاډي برید کې لاس لرل په کلکه رد کړي وو او زیاته کړې یې وه، چې د پاکستان حکومت د بې بنسټه ادعاوو په طرحه کولو سره، هڅه کوي خپلې ناکامۍ پټې او د افغانستان په تورنولو سره خپل حیثیت وساتي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد