پاکستان ته د خلیلزاد سپارښتنه؛ ټي‌ټي‌پي سره د جګړې پر ځای مذاکرات وکړئ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو «ټي‌ټي‌پي» ترمنخ د تاوتریخوالي زیاتېدو په غبرګون کې له اسلام‌آباد غوښتي، چې خپله تګلاره بدله او د پوځي حل پر ځای سیاسي حل ته مخه کړي. دغه تجربه لرونکي ډیپلوماټ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې که د پاکستان پوځ د پوځي حل‌لارې په لټه کې وي، نو تېروتنه کوي. ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې دواړه لوري خبرو اترو ته مخه کړي.

زلمی خلیل‌زاد پر خپله ایکس پاڼه په لیکلي پیغام کې زیاته کړې: «د پاکستان امنیتي ځواکونو او د پاکستاني طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله، ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه او ولسي خلک وژل شوي دي. که د پاکستان حاکم بنسټونه فکر کوي چې د دې ستونزې لپاره پوځي حل شته، نو دوی تېروتنه کوي. زه په دې برخه کې هېڅ د باور وړ سټراټیژي نه وینم. اوس د دې وخت را رسېدلی چې سیاسي ستراتیژۍ ته مخه کړي او مذاکرات پیل کړي.»

د سیاسي او پوځي چارو شنونکی کامران امان په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «زما په باور، پرته له خبرو اترو په پاکستان کې د جګړې ختمېدل ناممکن دي. دا چې خلیل‌زاد دا وړاندیز کړی، یوه کره خبره یې کړې، خو د پاکستان د وضعیت له پېچلتیا سره، دا جګړه به په یوه، دوو یا حتی یو کال کې د خبرو له لارې پای ته ونه رسېږي. د پاکستان جګړه به اوږده او برخلیک ټاکونکې وي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی شیرآغا بیان‌زی بیا د خلیلزاد د څرګندونو په اړه زیاتوي: «د زلمي خلیل‌زاد خبرې د پاکستان د نښتو په اړه معقولې خبرې دي، خو د پاکستان حکومت نشي کولی په خپلواکه توګه پرېکړه وکړي او د مذاکراتو مېز ته ستون شي؛ ځکه چې د امریکا او انګلستان تر اغېز لاندې دی. دا حکومت هماغه څه کوي چې ورته ویل کېږي.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد همداراز زیاته کړې پاکستاني بنسټونو تر ۲۰۲۱م کال وړاندې د افغانستان د هغه وخت حکومت ته توصیه کوله، چې باید له اسلامي امارت سره مذاکره وکړي. د هغه په خبره، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې خپله پاکستان هم دا کار وکړي او د افغانستان اوسنی حکومت دې په دې برخه کې د پاکستان له حکومت سره مرسته وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د زلمی خلیل‌زاد وړاندیز چې د TTP او د پاکستان د حکومت تر منځ خبرې وشي، له نظري پلوه عملي دی، ځکه نظامي حل‌لاره ناکامه ده. د اوسني بحران د حل لپاره سیمه‌ییز فشارونه هم اغېزمن تمامېدای شي.»

د سیاسي چارو شنونکی یحیی چاووش بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د پاکستان حکومت هېڅکله نشي کولی TTP ته ماتې ورکړي، ځکه هغوی د خپل حق غوښتونکي دي او غواړي چې په پاکستان کې د انګریزانو قوانینو پر ځای اسلامي قوانین نافذ شي. پاکستان باید نور له افغانستانه تمه ونه لري، بلکې خپل مشکل په خپله حل کړي.»

زلمي خلیل‌زاد داسې پاکستاني حکومت ته دا وړاندیز کړی، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره هلته تاوتریخوالی زیاتېږي او د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اړوي. اوس به ولیدل شي چې د دې وړاندیز په اړه به د پاکستان حکومت رسمي غبرګون څه وي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *