ټرمپ: له افغانستانه زموږ د وتلو بڼه د تېښتې په څېر وه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د جمعې په ورځ (سلواغې ۲۴مه) د شمالي کارولینا ایالت په فورټ برګ پوځي اډه کې د مراسمو پر مهال، یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه. ټرمپ همداراز ومنله چې له افغانستانه د امریکا د وتلو بڼه د تېښتې په څېر وه او په خبره یې، دې ګام د امریکا باور او حیثیت ته سخت زیان ورساوه. هغه ادعا وکړه چې د جوبایډن ادارې په افغانستان کې پرمختللي پوځي تجهیزات پرېښي دي.

ډونالډ ټرمپ په دې مراسمو کې زیاته کړې: «زموږ د ځواکونو د وتلو څرنګوالی د تېښتې په څېر و او دې کار د امریکا اعتبار او حیثیت ته زیان ورساوه. که زه په ۲۰۲۱ کال کې په واک کې وای، نه یوازې دا چې پوځي تجهیزات به مو په افغانستان کې نه وای پرېښي، بلکې په عزت، ځواک او درناوي به وتلي وای.»

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وایي، چې د امریکا شل کلن پوځي حضور او پر افغانستان د امریکا د تېرو څلورو کلونو بنډیزونو وښودله چې د ګواښ، وېرولو او تحریم تګلاره بې‌پایلې وه او اوس واشنګټن باید د افغانستان په اړه په خپلې بهرنۍ تګلاره کې بنسټیز بدلون راولي.

د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله مفید په دې اړه وایي: «دا خبرې د هېواد په کورنیو چارو کې له لاسوهنې او د خلکو د اندېښنې له زیاتولو پرته بله موخه نه لري. موږ هیله لرو چې ښاغلی ټرمپ د افغانستان او سیمې په اړه له تفکر او تعقل کار واخلي.»

مطالب بیشتر:  د ټرانس – افغان کورېډور د عملي کېدو پر ارزښت د شهباز شریف ټینګار

د سیاسي چارو بل شنونکی توریالی ځاځی په دې تړاو زیاتوي:  «امریکا هڅه کوي پر نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول پر اسلامي هېوادونو، اغېز ولري. هغوی غواړي د خپلو ګټو لپاره خپل نفوذ د نړیوالو اړیکو او زماني شرایطو پر بنسټ پراخ کړي. دا چاره د کلتور، دودونو او ملي خپلواکۍ د ارزښتونو د کمزوري کېدو لامل کېږي او د هغوی پر خبرو باور کول ښايي تاریخي تېروتنې رامنځته کړي.»

ټرمپ داسې مهال یو ځل بیا دا څرګندونې کوي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو څلور کاله وروسته، لا هم دا موضوع د امریکا په بهرني سیاست کې یوه جنجالي او بحث‌پاروونکې مسئله ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *