د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د (سه شنبه، کب ۱۴مه) ویلي، چې د پاکستان په همکارۍ یې، پر کابل هوایي ډګر د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د آکسټ میاشتې د برید طراح نیولی او ژر به یې امریکا ته ولېږدوي.
هغه کانګرس ته په وینا کې زیاته کړې: «خوشحاله یم نن شپه اعلان وکړم، چې پر کابل هوایي ډګر د برید مسوول مو نیولی او اوس امریکا ته پر لاره دی، څو د امریکا د عدالت له تورې سره مخ شي.»
ډونالډ ټرمپ د دې برید د طراح په نیولو کې د پاکستان له حکومت هم مننه کړې ده.
د ویلو ده، چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د آګسټ په ۲۶ د کابل هوایي ډګر په یوه ګېټ کې د تخلیې پر مهال د داعش په برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري وژل شوي وو او ۴۲ نور ټپیان وو.
په یاد برید کې پر امریکایي پوځیانو سربېره شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان هم وژل شوي وو.
له دې سره همهاله، ټرمپ یو ځل بیا د جوبایډن دولت پر مهال له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل له شرمه ډک وبلل او زیاته یې کړه: «له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتو، ولادیمیر پوتین زړور کړ.»
د امریکا ولسمشر په دې وینا کې، چې تر دوو ساعتو یې دوام وکړ، پر کابل هوایي ډګر د برید ترڅنګ، نورو موضوعاتو ته، په ځانګړي ډول اوکراین، د غزې جګړې او د امریکا کورنیو وسایلو په اړه هم خبرې وکړي.
ټرمپ د اوکراین مسئلې ته په اشارې سره د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، چې د کییف او مسکو ترمنځ جګړه باید پایته ورسېږي او د دې چارې د تحقق لپاره باید له اوکراین او روسیې سره خبرې وشي. هغه زیاته کړه: «د دې وژنو او جګړو د درېدو وخت را رسېدلی دی. د جګړې د پایته رسولو په پار، باید له دواړو خواوو سره خبرې وشي.»
پر دې سربېره، دونالډ ټرمپ په منځني ختیځ کې هم جګړې او وژنو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «د سیمې لپاره به د سولې او سوکالۍ ډک راتلونکی جوړ کړم.»
ټرمپ د امریکا بېلابېلو کورنیو مسایلو ته په اشارې سره وویل: «وروسته له هغه چې سپینې ماڼۍ ته را وګرځېدم، د متحده ایالتونو په فدرالي اداره کې مې د ګومارنو پر بندېدو سربېره، د امریکا بهرنۍ مرستې هم وځنډولې.»
د امریکا ولسمشر همداراز د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: «د امریکا د ملي ځواک د تقویې لپاره به د پاناما کانال بېرته ونیسم، ځکه دا کانال امریکایانو جوړ کړی او نباید د چین په کنټرول کې وي.»
دا په داسې کې ده، چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له بیاځلي رسېدو وروسته، دا د کانګرس په ګډه ناسته کې