وثیق: د چا شخصي شتمنۍ نه دي ضبط شوې او الله‌ګل مجاهد د قتل په تور زنداني دی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون ویاند آفاق خبري آژانس سره مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ګواکې د ځینو راستنو شویو څېرو شخصي شتمنۍ بېرته نه دي ورکړل شوې، وایي چې تر دې دمه د حکومت له لوري د شخصي شتمنو د ضبط په اړه هېڅ اسناد او شواهد نه دي وړاندې شوي.

احمدالله وثیق د عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور شتمنیو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې د دغو پخوانیو څېرو ملکیتونه د هغوی خپلوانو ته سپارل شوي دي. ښاغلی وثیق زیاته کړې: «زه فکر نه کوم چې داسې شواهد موجود وي چې حکومت د خلکو جایدادونه نیولي وي. زه کولی شم تاسو ته ووایم چې په لوړه کچه، د هغو کسانو جایدادونه چې په پخوانۍ اداره کې یې دنده درلوده، بېرته د هغوی خپلوانو ته سپارل شوي دي. ان د عبدالرشید دوستم کور بېرته د هغه کورنۍ ته ورکړل شوی او همدارنګه هغه کور چې عطا محمد نور پکې اوسېده، هم بېرته د هغه کورنۍ ته تسلیم شوی دی.»

ښاغلي وثیق په دې مرکه کې د ولسي جرګې پخواني غړي الله‌ګل مجاهد قضیې ته په اشارې سره ویلي، چې نوموړی د قتل په تور تر نظارت لاندې دی او هغه ادعاوې چې ګواکی هغه دې د تېر حکومت پر مهال د خپلو کړنو او مسوولیتونو له امله زنداني شوی وي، هېڅ حقیقت نه لري.

افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون ویاند د خپلو خبرو په دوام ویلي: «الله ګل مجاهد افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون له لارې هېواد ته راستون شو او ښه هرکلی یې وشو. کله چې ونیول شو، دا د یوې داسې قضیې له امله وو چې د قتل سره یې تړاو درلود. ټول اسناد او شواهد د هغه پر ضد راټول شوي وو او له همدې امله ونیول شو.»

افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون ویاند د خپلو خبرو په یوه بله برخه د شمېرو په ورکړې سره ویلي، چې د دې کمیسیون د فعالیت له پیل تر دې دمه یو زره او ۲۷۸ تنه، چې پکې وزیران، جنرالان، والیان، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي او نورې مطرح څېرې شامل دي، هېواد ته راستانه شوي دي. هغه زیاته کړې، چې دا بهیر لا هم دوام لري او راستنېدونکو ته د خوندیتوب کارتونه هم وېشل کېږي، څو د هغوی امنیت او قانوني ملاتړ تضمین شي.

احمدالله وثیق د راستنېدونکو څېرو په اړه زیاته کړې: «د کمیسیون د ایجاد راهیسې تر دې دمه، ۱۲۷۸ تنه هېواد ته راستانه شوي دي. په دې کسانو کې د پخوانۍ ادارې لوړپوړي شخصیتونه، حتا د وزیرانو تر کچې چارواکي هم شامل دي.»

د ویلو ده، چې افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د پخواني حکومت چارواکو د بېرته را ګرځېدو او همداراز هغوی ته د راتګ شرایطو برابرولو په پار رامنځته شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *