واشنګټن ته د مسکو خبرداری؛ افغانان به هېڅکله له خپل ملي حاکمیت تېر نشي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو په اړه د ټرمپ څرګندونو ته د غبرګونونو په دوام، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په اونیزه خبري غونډه کې ویلي، واشنګټن پوهېږي چې افغانستان به هېڅکله پر خپل ملي حاکمیت سترګې پټې نه کړي. ماریا زاخارووا زیاته کړې، چې بګرام هوایي اډې ته د متحده ایالتونو د راګرځېدو هڅې به د افغانستان د خلکو او حکومت له جدي مخالفت سره مخ شي.

نوموړې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ټینګار کړی، چې متحده ایالتونو افغانستان کې له شل کلن پوځي حضور وروسته ماتې وخوړه او له افغانستانه ووتل او اوس هڅه کوي په دې هېواد کې بیاځلي پوځي حضور ولري.

ماریا زاخارووا په دې اړه زیاته کړې: «واشنګټن ډېر ښه پوهېږي، چې د افغانستان ملت چې له ناټو ځواکونو سره یې د جګړې په نتیجه کې آزادي ترلاسه کړه، هېڅکله به د ګواښونو له امله پر خپل ملي حاکمیت سترګې پټې نه کړي.»

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان خپلواکۍ او ارضي تمامیت په اړه د مسکو دریځ کولی شي د سیمه‌ییز ځواک د توازن لپاره مهمې پایلې ولري. د نړۍوالو چارو شنونکی عمر صمد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «هېوادونه، په ځانګړي ډول روسیه، ایران او حتا چین د بګرام هوایي اډې موضوع په جدي توګه څاري او دا په خپله ګټه نه بولي. د دوی څرګندونې د دې ښکارندویي کوي، چې دوی افغانستان ته د امریکا د بیا راتګ پلوي نه کوي. په همدې حال داسې ښکاري که د افغانستان او امریکا ترمنځ تعامل هم وشي، په مشخصو چوکاټونو او د مشروطو هوکړو پر بنسټ د همکاریو امکان شته.»

د نړۍوالو چارو بل شنونکی ولي فروزان بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «سیالیو بیا زور اخیستی، د بګرام او افغانستان ارزښت بیا ډېر برجسته شوی دی. روسان ښه پوهېږي چې ولې امریکا او لویدیځ هېوادونه، په بګرام کې د بیاځلي حضور هڅې کوي. بګرام چې نږدې دېرش مربع مایله مساحت لري، د امریکا په وینا، یو وړوکی ښار دی؛ هلته رستورانتونه، جمونه او ټول هغه اسانتیاوې وې چې عموماً په یو ښار کې لیدل کېږي. پخوا د امریکا وتل له افغانستانه دوی ته مهم و، خو اوس هغوی ډېر لږ د وتلو په اړه فکر کوي او زیات تمرکز یې پر دې دی چې څنګه خپل حضور په بګرام کې وساتي.»

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر په څو بېلابېلو ناستو کې د بګرام هوایي اډې پر بیاځلي نیولو ټینګار کړی و او په وروستي ځل یې خبرداری ورکړی و، چې که دا اډه ورنه کړل شي، افغانستان به له ناوړه پایلو سره مخ شي. هغه همداراز په دې اړه د افغانستان له اوسني حکومت سره د مذاکراتو خبره هم کړې وه، خو د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ټینګار کړی، چې د افغانستان په یوه انچ خاوره هم د بهرنیو ځواکونو حضور نه مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *