آفاق خبري آژانس؛ کابل: هېواد ته د پخواني حکومت چارواکو د را ګرځېدو په دوام، افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون ویاند احمدالله وثیق آفاق خبري آژانس ته وایي، چې تېره میاشت له بېلابېلو هېوادونو د پخواني حکومت ۸۰ چارواکي هېواد ته راستانه شوي دي. د ښاغلي وثیق په خبره، د دې کسانو له ډلې ۳۲ تنو ته یې د خوندیتوب کارتونه هم ورکړل شوي دی.
افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون ویاندوایي، چې دا بهیر دوام لري او په خبره یې، اسلامي امارت هڅه کوي، په پوره درناوي او عزت سره، د پخواني حکومت د چارواکو را ګرځېدو زمینه برابره کړي. احمدالله وثیق آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون له لارې د کسانو د راتګ لړۍ دوام لري، په دې وروستیو کې ګڼ کسان چې په تېره اداره کې یې دندې ترسره کړې وې، د تماس کمیسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. په تېره یوه میاشت کې ۸۰ تنه له بېلابېلو هېوادونو، چې په تېره اداره کې یې کار کړی و، هېواد ته را ګرځېدلي دي.»
په همدې حال، د سیاسي چارو شنونکي هېواد ته د پخواني حکومت د څېرو راستنېدل د ملي پخلاینې او سیاسي ثبات په برخه کې مثبت ګام بولي. د دوی په باور که دا بهیر عملي ضمانتونه سره مل مخته لاړ شي، کولای شي سیاسي واټنونه راکم کړي، د خلکو باور پیاوړی کړي او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د خبرو اترو فضا رامنځته کړي. دوی زیاتوي، چې د دې بهیر دوام د سیاسي فضا نرمښت په برخه کې د اسلامي امارت د ارادې نرموالی دی.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی هېواد ته د راستنېدونکو سیاسي څېرو په اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «د افغانستان اسلامي امارت له پیله خپلې دروازې د افغانستان د ټولو خلکو پرمخ پرانیستې دي. هغو څېرو چې په پخواني نظام کې یې کار کړی او اوس هېواد ته را ګرځي، هغوی ته د مسوولیت کارتونه ورکول کېږي، خو دا په دې مانا نه ده، چې هغوی دې بیاځلي په اوسني حکومت کې دخیل شي.»
د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د افغانستان خلک باید دا حق ولري، چې په خپل هېواد کې ژوند وکړي، په آزاد ډول کار وکړي او د هغو هېوادوالو په څېر، چې د هېواد د اوس او راتلونکي برخلیک خاوندان دي، د ټولنې په جوړښت کې رول ولري. هغوی باید وکولی شي د خپلو وړتیاوو پر باساس کار وکړي، پانګونې وکړي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.»
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم، د پخواني حکومت زرګونه سیاسي، نظامي او مسلکي کسان له افغانستانه ووتل او د نا څرګند سیاسي وضعیت او نیونې وېرې له امله یې، هېواد ته له راتلو ډډه کوله؛ خو د اسلامي امارت له لوري افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون په جوړېدو سره، په تدریجي توګه د دغو څېرو د بېرته راستنېدو زمینه برابره او تر دې دمه د دې کمیسیون له لارې سلګونه کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.