آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویانا ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر پخلی وکړ. د دغه وزارت په وینا، د اسلامي امارت استازو له یو شمېر اتریشي چارواکو سره خبرې او لیدته کاته هم کړې دي. بل خوا، یو شمېر اتریشي رسنیو راپور ورکړی چې د دې سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ارزونه او یاد هېواد کې د مجرمو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په بهیر کې د اسانتیاوو برابرول دي.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه پلاوي د کډوالو او پناهغوښتنې اړوند فدرالي ادارې سره، د هغو ۲۰ افغان کډوالو د پېژندنې په بهیر کې همکاري کړې ده، چې دغه هېواد کې په بېلابېلو جرمونو تورن دي.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د افغان کډوالو ایستلو چمتووالي په چوکاټ کې، د اسلامي امارت استازو د شلو کسانو په پېژندنه کې همکاري کړې ده؛ دا افغانستان ته د ایستلو په برخه کې ابتدایي ګام دی.»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیگیر د دې پلاوي د سفر اهمیت په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «اروپایي هېوادونه غواړي، په بېلابېلو پلمو اسلامي امارت سره اړیکې ټینګې کړي. دوی نه یوازې اسلامي امارت سره د سفارتونو منلو هوډ لري، بلکې هڅه کوي، اسلامي امارت سره خپلې اړیکې هم ټینګې کړي.»
سره له دې چې اسلامي امارت تر دې دمه، اتریش ته د دغه پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي اروپایي هېوادونو ته د اسلامي امارت د استازو سفرونه د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا او له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ګټور ګام بولي. د دوی په وینا، اروپايي هېوادونه غواړي د کډوالۍ مدیریت، د کډوالو د بېرته ستنولو او د امنیت ټینګښت په برخو د ګډو حللارو موندلو په پار، اسلامي امارت سره عملي خبرې پیل کړي.
د سیاسي چارو شنونکی معینگل څمکنی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «همدا اوس اړتیا ده چې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له لویدیځو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړو، چې تر یوه بریده جوړې شوې هم دي. دا د بهرنیو چارو وزارت مسوولیت دی چې له نورو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو په برخه کې جدي ګامونه اوچت کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم آفاق خبري آژانس سره د افغان پلاوي د سفر په اړه وایي: «هغه پلاوی چې د اسلامي امارت په استازیتوب اتریش ته تللی دی، بېلابېلې موخې تعقیبوي. یو له دغو موخو، د هغو بندیانو د قضیو تعقیبول دي چې هلته حضور لري. بله موخه قونسلي موضوعات دي، تر څو د هغو افغانانو ستونزې حل شي چې په اتریش کې ژوند کوي. درېیم دا چې، اتریش په تېرو وختونو کې د طالبانو د مخالفینو کوربه پاتې شوی او ښایي دا موضوع هم په لیدنو کې مطرح شي.»
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل هڅه کړې، چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره همغږي او رغنده ګامونه واخلي او په دې توګه د سیاسي، اقتصادي او امنیتي تعامل او همکاریو زمینه برابره کړي.