آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت واکمنۍ پنځم کال په پیلېدو سره، د جرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول، پر افغانستان د اسلامي امارت واکمنۍ د څلورمې کلیزې په تړاو ویلي، تر هغو چې اسلامي امارت د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې پر خپلو ژمنو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې عمل ونه کړي، له نړۍوالې ټولنې سره یې ادغام نا ممکن دی.
ښاغلي وادفول ادعا کړې چې د افغانستان اوسني حکومت د ښځو او لږکیو حقونه محدود کړي، خو د افغانستان پر ملاتړ او دغه هېواد کې یې له اړمنو سره پر بشري مرستو ټینګار کړی دی. د جرمني بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «د افغانستان اوسنی حکومت باید له نړۍوالې ټولنې سره د بېرته یو ځای کېدو لپاره د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر د جرمني بهرنیو چارو وزیر د دې څرګندونو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې مشخصې پرېکړې درلودې. ښایي ځینې موضوعات له غبرګونونو او بېلابلو دریځونو سره مخامخ شي، خو مهمه دا ده چې هېڅ پرېکړه باید د اسلامي او مدني اصولو خلاف نه وي او موږ باید خپل دریځ روښانه کړو او نړۍواله ټولنه هم باید دا حق په رسمیت وپېژني.»
له دې سره هممهاله، د کاناډا درېیو وزیرانو پر افغانستان د اسلامي امارت څلورمې کلیزې په تړاو ادعا کړې، چې بشري حقونه نقض شوي او اوسنی حکومت د ټولشموله دولت جوړېدو لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري. دوی ټینګار کړی چې افغانستان سره د اړیکو عادي کېدل یوازې په هغه صورت کې ممکن دي، چې د بشري حقونو او اساسي آزادیو په برخه کې رښتینی پرمختګ وشي او یو ځل بیا یې د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د کاناډا د درېیو لوړپوړو وزیرانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «د اړیکو عادي کېدل، هله ممکن دي چې د بشري حقونو او اساسي ازادیو په برخه کې ریښتینی پرمختګ وشي. موږ د افغانستان د خلکو لپاره د یوه خوندي او له وېرې لرې راتلونکي غوښتونکي یو.»
د سیاسي چارو شنونکی سمیر انگار بیا د کاناډا د دغو وزیرانو د ګډې اعلامیې په اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «د افغانستان اسلامي امارت کولی شي، د نرمې ډیپلوماستۍ په کارولو سره، د ځان په اړه د نړۍوالو لیدلوری بدل کړي او د رسمیت پېژندنې او سیاسي تعاملاتو لا زیاته زمینه برابره کړي.»
په ورته وخت کې، د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو څلورمې کلیزې په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان راتلونکی یوازې هغه وخت تضمین کېدای، چې د وګړو سیاسي، مدني او فرهنګي حقونه په پام کې ونیول شي او یو ټولشموله حکومت جوړ شي. اعلامیه کې د ځینو محدودیتونو او بشري حقونو پر نقض نیوکه شوې ده.
ایرلنډ ژمنه کړې چې له اروپایي او نړۍوالې ټولنې سره یو ځای به افغانستان کې له ښځو او نجونو خپل ملاتړ او بشري مرستو ته دوام ورکړي. د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوه برخه راغلي: «د افغانستان راتلونکی یوازې د سیاسي، مدني او فرهنګي حقونو په پام کې نیولو او د ټولشموله حکومت په جوړېدو سره تضمین کېدای شي.»
اخوا بیا د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان او همداراز د دغه سازمان د ښځو څانګې په جلا- جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې لا هم ۴۰ سلنه افغان ښځې د داسې راتلونکي تصور کوي، چې په هغه کې بدلون او برابري ممکنه ده. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «زموږ وروستۍ او کور په کور منظمه بررسي او اطلاعات ښیي، چې د محدودیتونو سره سره، لا هم ۴۰ سلنه افغان ښځې داسې راتلونکی تصوروي چې پکې بدلون او برابري ممکنه ده.»
د ملګرو ملتونو یونسکو سازمان له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «یونسکو له ځنډ او خنډ پرته، د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د سمدستي پرانیستو غوښتنه کوي.ِ»
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک بیا د اسلامي امارت څلورمې کلیزې په مناسبت وایي: «هغه نجونې او ښځې چې اړینو خدماتو او مرستو ته لاسرسی نه لري، د هغوی لپاره بشري مرستې د ژغورنې یوه لار ده. افغانستا کې د بشري مرستو کوونکو حضور هم د ملاتړ یو ډول دی.»
د ښځو حقونو فعاله سونا شیرزۍ آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «په تېرو څلورو کلونو کې ولیدل شوه، چې د افغانستان د ښځو او نجونو له نامه د سیاسي ابزار او سترو موخو ترلاسه کولو په پار ګټه واخیستل شوه. خو په حقیقت کې د یوناما د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول ښځو حقونو په برخه کې هېڅ ګام نه دی اوچت کړی.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دغو هېوادونو او سازمانونو د څرګندونو په غبرګون کې وایي، چې دا هېوادونه افغانستان کې د تېرو څلورو کلونو له پرمختګونه سره عقدهمندانه چلند کوي. ښاغلی مجاهد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د دغو هېوادونو د څرګندونو په اړه زیاتوي: «دا ورته خورا سخته تمامېږي، چې افغانستان په خپلو پښو ولاړ او سراسري امنیت ټینګ دی، د سترو پروژو چارې پیل شوې او ورته نور پرمختګونه لري، یوازې په کانونو کې ۱۷۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې پرون د زمري ۲۴ نېټه د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ څلورمه کلیزه وه. د اسلامي امارت ځواکونه په همدې ورځ کابل ته د ننه شول او په دې سره جمهوري نظام نسکور او اسلامي امارت واک ترلاسه کړ.