آفاق خبري آژانس؛ کابل: د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي نوي ډيلي په سفر کې د یاد هېواد له رسنیو سره په خبرو کې هند د روغتیایي خدماتو د وړاندې کول، روغتیايي زده کړو او بشري مرستو په برخو کې د افغانانو یو له اصلي شریکانو څخه دی.
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ویلي چې افغانانو په تیرو لسیزو کې د سختو ناروغیو د درملنې لپاره هند ته په پراخه کچه سفرونه کړي او د هند روغتیایي ویزه یې د افغان ناروغانو لپاره یوه بشري حیاتی لاره بللې ده.
د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي وایي:«له هند سره زموږ اړیکې تل ولسي وې، په ځانګړې توګه د روغتیا، زده کړو او بشري مرستو په برخو کې. موږ هند یو مهم سیمه ییز ملګری ګڼو، او زموږ اوسنۍ اړیکې د متقابل درناوي، بشري ملاحظاتو او ګډ مسوولیت پر بنسټ په عملي او ریښتونې بڼه همکارۍ او ګډې ګټې منعکس کوي.»
د عامې روغتیا وزیر له جعلي درملو سره د مبارزې په برخه کې وویل، چې یاد وزارت هڅه کوي د مقرراتو په پیاوړتیا، د ارزونې په زیاتوالي او لابراتواري ازمایښتونو په پراختیا سره په جدي ډول د تقلبي درملو له راتګ او ویش سره مقابله وکړي چې د نوموړي په وینا دا چاره به د هېوادوالو د روغتیا په خوندیتوب کې مهم رول ولري.
د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي وایي:«موږ بازار ته د جعلي او بې کیفیته درملو له رسېدو سره د مبارزې لپاره د متقابلې همکارۍ په اړه بحث کړی دی. له هغه وخته چې ما د عامې روغتیا وزارت مدیریت په غاړه اخیستی، موږ دې مسلې ته جدي پاملرنه کړې او له دې ستونزې سره د مبارزې لپاره مو د خوړو او درملو ادارې دننه یو جامع جوړښت رامنځته کړی دی.»
ښاغلي نور جلال جلالي دغه راز په افغانستان کې د دودیز طب د څیړنیز مرکز او یو انسټیټوټ له جوړولو خبر ورکړ او وویل چې دا مرکز کولی شي د هېواد د دودیز او علمي طب په پراختیا کې مهم رول ولري.
د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي وایي:«له هندي سیال وزیر آیوش سره لیدنه ډیره ګټوره وه. موږ له دوی څخه ډیرې ژمنې ترلاسه کړې دي. په دې ژمنو کې ځینې یې په افغانستان کې د دودیز طب د څیړنیز مرکز او یو انسټیټیوټ جوړول او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې زموږ د روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو لپاره تخنیکي ملاتړ او د هند نصاب چمتو کول شامل دي.»
د عامې روغتیا وزیر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې، روغتیايي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي په تړاو خبرې وکړې او وویل چې ښځې د افغان ټولنې نیمایي برخه جوړوي او د ښځینه روغتیایي کارکونکو له حضور پرته د روغتیایي خدماتو وړاندې کول ممکن نه دي.
