آفاق خبري آژانس؛ کابل: د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم پروان پوهنتون کې د زمري ۲۴مې «فتحې» ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانان دا مهال د ثبات، استقامت او زغم له ازموینې سره مخ دي او په خبره یې، نړۍوال هڅه کوي چې د بشر حقونو، ښځو حقونو، قصاص او نورو پلمو له لارې پر اوسني نظام فشار راوړي، خو ټینګار کوي، چې افغان ولس باید استقامت، صبر او زغم ولري.
ندا محمد نديم په دې غونډه کې زیاته کړې: «ټوله نړۍ غواړي پر اسلامي امارت فشار راوړي، کله د بشر حقونه، کله د ښځو حقونه، کله د قصاص مسله او کله نور مسایل را مخکې کوي او کله هم ورته اسلامي نظام د زغم وړ نه وي. اوس د ازموینې وخت دی، خدای دې موږ ته صبر، زغم او استقامت راکړي.»
د لوړو زدهکړو وزارت په دې غونډه کې زیاته کړې، چې پخوا د خلکو عزت، امن، حُریت او هرڅه سلب شوي وو، خو په خبره یې، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، چې د عدالت او انصاف نظام دی، د ټولو افغانانو عزت او حُریت خوندي شوی دی.
په ورته وخت کې، اسلامآباد کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست سردار احمد شکيب، د اسلامي امارت څلورمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د کابل بهرنۍ پالیسې سولهییزه، د متقابل درناوي او نړۍوال مشارکت پر بنسټ ولاړه ده. ښاغلي شکيب زياته کړه چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې د یوه مسوول غړي په توګه ژمن دی چې د نړۍوالې سولې او دايمي پرمختګ په پياوړتيا کې اغېزناک رول ولوبوي.
ښاغلي شکیب دې مراسمو ته د وینا پر مهال زیاته کړې: «په بهرنۍ پاليسۍ کې، موږ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او اقتصاد محوره سیاست پر بنسټ تعامل کوو او داسې اړیکې مو پراخې کړې، چې پر متقابل درناوي، ګډو ګټو او د يو بل په کورنيو چارو کې پر نه لاسوهنې ولاړې دي. افغانستان ټولو ته په ډاګه کړې، چې زموږ خاوره د همکارۍ، سوداګرۍ او تمدني اړیکو مرکز دی ـ نه د منفي سيالۍ يا دښمنۍ ډګر. دا زموږ د بهرنۍ پاليسۍ اساس جوړوي.»
له دې ورها خوا، په قطر، ترکیه او چین کې هم د اسلامي امارت سفارتونو د زمري ۲۴مې په مناسبت ځانګړي مراسم نیولي وو. په انقره او دوحه کې د اسلامي امارت سفارتونو مسوولینو اوسنی امنیت او نظام ستر الهي نعمت بللي او ټینګار یې کړی، چې له دې فرصته باید د هېواد د پرمختګ لپاره ګټه واخیستل شي.
په چین کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست هم د دې ورځې پر ارزښت ټینګار کړی او د چین بهرنیو چارو وزارت د آسیا څانګې مشر په دې مراسمو کې افغانستان د خپل هېواد ښه ګاونډی وباله او د همکاریو پراختیا ډاډ یې څرګند کړی دی. سهیل شاهین په دې مراسمو کې زیاته کړې: « دا ورځ د قربانیو پایله او د ویاړ ورځ ده چې راتلونکي نسلونه به پرې هم ویاړي. اوسنی امنیت او نظام د الله تعالی ستر نعمت دی او باید د هېواد د پرمختگ لپاره ترې گټه پورته شي.»
ترکیه کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست صنيعالله فرهمند بیا د اسلامي امارت څلورمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: «د هېواد اوسنی امنيت او نظام ستر الهي نعمت دی او بايد د پرمختګ او آبادۍ لپاره ترې ګټه واخیستل شي.»
د چین بهرنیو چارو وزارت د آسیا څانګې رییس ليو جين سونګ د افغانستان په سفارت کې د اسلامي امارت بریا څلورمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: «افغانستان د چين غوره ګاونډی دی، زه ډاډ درکوم چې له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې او دوامداره وساتو.»
په ترکیه، قطر، پاکستان او چین کې د اسلامي امارت د سفارتونو له لوري د زمري ۲۴مې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو استازو، د نورو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماټانو، دیني عالمانو، سیاسي څېرو او هلته مېشتو افغانانو هم ګډون کړی و.