میرضیایوف: په اقتصادي همکاریو کې د افغانستان مشارکت د سولې او ټیکاو اصلي لامل دی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په عشق‌آباد کې د نړیوالې سولې او باور غونډه کې د افغانستان مسلې د سیمې د مشرانو په ځانګړې ډول ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، ترکیې او پاکستان پام ځان ته اړولی وو.

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف له عشق‌آباد سره د نظر همغږۍ ته په اشارې له افغانستان سره اقتصادي، سیمه‌ییزو او بنسټیزو همکاریو کې د سولي او ټیکاو د یو عامل په توګه د مشارکت پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف وایي:«موږ له ترکمنستان سره په دې اړه ګډ‌ لیدلوری لرو، چې د افغانستان د سوله ییز پرمختګ اسانتیا لپاره لارې چارې ولټوو؛ په ځانګړې توګه د دې هیواد د اقتصادي سیمه‌ییزو بهیرونو په ګډون د زیربنایي اړیکو د پیاوړتیا له لارې. موږ باور لرو چې په سیمه‌ییزو پروژو کې د افغانستان ادغام کولی شي دایمي ثبات، اقتصادي وده او د دې هیواد د خلکو د ژوند شرایطو ښه کولو برخه کې مرسته وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر وایي:« افغانستان د خپل مرکزي جغرافیایي موقعیت له امله، د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ، له سیاسي او ستراتیژیک پلوه ځانګړی اهمیت لري. دغه هېواد له ازبیکستان او د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو پاکستان، هندوستان او بنګله دیش ترمنځ د طبیعي پل په توګه فعالیت کوي. له ستراتیژیک پلوه، افغانستان کولی شي د ازبیکستان د توکو صادارتو او وارداتو اصلي ټرانسپورټي مسیر وي او همدارنګه د سویلي اسیا هیوادونو ته لاسرسی برابر کړي.»

په عشق‌آباد کې د سولې او باور غونډې په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ترکیې ولمسشر رجب طیب اردوغان د سیمې امنیتي بدلونونو په اړه خبرې اترې کړي دي.

په لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې د افغان سولې له بهیره د اسلام‌آباد ملاتړ د پاکستان امنیتي ګواښونو په له منځه وړلو پورې مشروط دي.

هغه د ایران له ولسمشر سره په یوه جلا لیدنه کې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د فعالیتونو په اړه د پاکستان امنیتي اندېښنو ته پر رسېدنه د اسلامي امارت پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی وایي:«د افغانستان او سيمې د شته ستونزو حل د لويو قدرتونو په لاس کې دی. دغه ځواکونه د خپلو پروګرامونو او سياستونو له لارې هڅه کوي چې د افغانستان او سيمې ثبات ګډوډ کړي. د سيمې ټول هېوادونه د دې حالت په اړه اندېښمن دي او په غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان او پاکستان د بحرانونو په اړه خبرې کوي. ځینې هېوادونه یوازې خپلې اندېښنې څرګندوي او عملي اغېزه نه لري، په داسې حال کې چې لوی ځواکونه د خپلو کړنو له لارې په سيمه ییزو تحولاتو کې اصلي رول لوبوي.»

د ویلو ده، چې تېره ورځ د ترکمنستان پلازمېنه عشق‌آباد د نړیوالې سولې او باور غونډې کوربه وو.

په ناسته کې د قزاقستان ولسمشر، له افغانستانه  د بشري ملاتړ د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ او هغه یې د سیمې امنیت ساتلو او ټیکاو برخه کې حیاتي وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *