مولوي عبدالکبیر: پاکستان او ایران دې له افغان کډوالو سره انساني او اسلامي چلند وکړي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر کابل کې د ایران او پاکستان له سفیرانو سره په جلا جلا ناستو کې ویلي، چې په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر شوی او له کوربه هېوادونو یې غوښتي چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له خولې راغلي، چې ایران او پاکستان د افغانستان دوست او مسلمان ګاونډي هېوادونه دي او ګڼ فرهنګي مشترکات لري او په خبره یې، دواړو هېوادونو له کلونو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه‌توب کړی.

مولوي عبدالکبیر همداراز زیاته کړې، چې اسلامي امارت افغان کډوال هڅوي، څو هېواد ته راستانه شي، خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای د یو منظم او تدریجي میکانیزم له مخې عمل وکړي.

نوموړي همداراز د پاکستان د هغې پرېکړې په اړه، چې د روان کال د جون میاشتې تر پایه به ټول افغان کډوال له دغه هېواده وباسي ویلي، چې دا یوه ستونزمنه چاره ده؛ ځکه افغان کډوال نشي کولی په دومره لنډه موده کې د خپل ژوند ټول شته را ټول او هېواد ته راستانه شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په تورخم کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته ترینګتیاوو ته په اشارې ویلي، چې جګړه او د دروازې بندېدل د حل لار نه ده او په خبره یې، ځینې جزیي ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي کبیر له پاکستاني لوري غوښتي، چې له تخریبي کړنو ډډه وکړي او په خبره یې د دروازې بندېدو له امله دواړو خواوو ته زرګونه مسافر، ناروغان او جنازې بند پاتې دي او همداراز سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي کبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت د خپل اقتصاد ‌محوره سیاست له مخې د سیمې ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو ته ژمن دی او هیچا ته د ستونزو جوړولو نیت نه لري، بلکې د سیمې له هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا غواړي.

په همدې حال، په دې ناسته کې د پاکستان سفیر ویلي چې د افغانستان او پاکستان راتلونکی یو بل پورې تړلی او له همدې امله فغان کډوالو څخه د سیاسي ابزارو په توګه ګټه نه اخلي، بلکې غواړي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.

د کډالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي، چې په دې لیدنه کې د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت له قانوني کډوالو سره د همکارۍ هڅې کوي، خو د ناقانونه کډوالو ستونزو ته باید دایمي حللارې پیدا شي. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان او ایران ښو اړیکو ته په کتو، اړینه ده چې دواړه هېوادونه په ګډه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست داسې مهال کابل کې د پاکستان او ایران له سفیرانو سره لیدلي، چې له تېرو ۱۴ ورځو راهیسې تورخم دروازه د پاکستاني ځواکونو له لوري د کرښې دې غاړې ته د یوې پوستې د جوړېدو په غبرګون کې تړل شوې او په دې موده کې د دواړو لورو ترمنځ درې ځلې نښته شوې او لا هم یو بل لاس په ماشه دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد