مولانا فضل‌الرحمان: امریکا له پاکستانه د نیابتي ځواک په توګه کار اخلي

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ویلي، چې اسلام‌اباد باید د خپلو ګاونډیو هېوادونو په اړه، پر خپله بهرنۍ تګلاره بیاکتنه وکړي. مولانا فضل‌الرحمان، د جماعت اسلامي ګوند له مشر حافظ نعیم‌الرحمان سره، په یوه ګډه خبري ناسته کې زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت بهرنۍ تګلاره ورته د منلو وړ نه ده او دغه هېواد باید له ټولو ګاونډیو سره خپلې اړیکې ښې کړي. هغه همداراز په ډاګه کړې، چې امریکا په سیمه کې د خپلو سیاستونو د پرمخ وړلو لپاره له پاکستانه د نیابتي ځواک په توګه کار اخلي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په دې خبري غونډه کې زیاته کړې: «پاکستان له هند سره دښمني لري، له افغانستان سره هم دښمني کوي، چین هم ناراضه دی، له ایران سره اړیکې تر فشار لاندې دي، په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې حتا د یوې شېبې لپاره هم د امریکا لپاره د منلو وړ نه دي؛ امریکا غواړي د همدې موخې لپاره له پاکستانه د نیابتي ځواک په توګه کار واخلي.»

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې، د افغانستان له اسلامي امارت غوښتي، چې له اسلام‌اباد سره د اړیکو د ښه‌والي لپاره ګامونه پورته کړي او د خبرو اترو لاره خپله کړي.

مولانا فضل‌الرحمان د خپلو خبرو په دوام ویلي: «که په هېواد کې داسې کسان وي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه‌والي لپاره اقدام کولای شي، هغوی باید خبرو اترو ته چمتو شي، څو مسلمان وروڼه او د سیمې اسلامي هېوادونه له هر ډول ګواښ خوندي پاتې شي.»

مطالب بیشتر:  مولوي عبدالکبیر: پاکستان او ایران دې له افغان کډوالو سره انساني او اسلامي چلند وکړي

په ورته وخت کې، د اسلام‌اباد د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ له لوري د «افغانستان د اوسني وضعیت او پر پاکستان یې اغېز» تر نامه لاندې جوړ شوي ګردي مېز کې، یو شمېر ګډونوالو د اوږدمهاله ثبات لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر خبرو اترو، رغنده تعامل او متقابل درک ټینګار وکړ.

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې اوس د دې وخت را رسېدلی، څو پاکستان د افغانستان پر وړاندې له کړکېچنو سیاستونو لاس واخلي او د افغانانو غوښتنو ته درناوی وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی په دې اړه وایي: «افغانان له پاکستان سره نور هیڅ دښمني نه لري، دا دښمني د بهرنيو قدرتونو له سیاستونو سرچینه اخلي او د انګریزانو او وروسته د امریکا له دورې راهیسې رامنځته شوې ده. پاکستان هم د همدغه بهرنیو سیاستونو په چوکاټ کې، له افغانستان سره د مقابلې تګلاره غوره کړې ده.»

دا نیوکې داسې مهال مطرح کېږي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، په یوه خبري ناسته کې ویلي وو، چې له افغانستان سره د ډیپلوماسۍ لارې لا هم پرانیستې دي او ټینګار یې کړی و، چې اسلام‌اباد نه غواړي کابل سره د ډیپلوماسۍ دروازې وتړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې دروازه پرانیزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *