د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د “د ملي وحدت ساتنې او اسلامي نظام ملاتړ” تر عنوان لاندې د اهل تشیع عالي کمېسیون له لوري جوړې شوې ناستې ته د وینا پر مهال وایي، چې افغان ملت د مختلفو قومونو، ژبو، مذهبونو او فرهنګونو ویاړ لري، خو په خبره یې، د اسلامي امارت له حاکمیت مخکې له دې تنوع ناوړه استفاده شوې ده.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي برادر په دې ناسته کې ویلي، چې افغان ملت په ناسالمه توګه په سیاسي احزابو ویشل شوی او دې چارې په مهمو ملي مسایلو کې د افغانانو یووالي ته زیان رسولی دی.
ملا عبدالغني برادر په دې ناسته کې زیاته کړې، چې د متجاوزینو پر وړاندې ټولو افغانانو مبارزه کړې او په خبره یې، د اسلامي امارت اوسنی حاکمیت د افغان ولس د قربانیو پایله ده. نوموړی همداراز د هېواد د سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره د ملي وحدت ساتنه مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، چې هېوادونه د خپلمنځي یووالي په ساتلو سره، په ډېرې آسانۍ سترې موخې ترلاسه کړې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي برادر له خولې راغلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او ټول افغانان له یو ډول حقوقو برخمن دي. د ښاغلي برادر په خبره، دلته د اقلیت، قومیت او مذهب پر بنسټ بې معنا توپیرونه نشته او اسلامي امارت د افغانستان د قومونونو تنوع ته د ملي وحدت د سمبولونو په سترګه ګوري او د ملي وحدت پر سالمه ساتنه ټینګار کوي.
ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د هېواد او نظام د دښمنانو په تبلیغاتو باور ونه کړي، ځکه هغوی د “سني او شیعه” ترمنځ د تفرقې اچولو لپاره منفي پروپاګند کوي او له لارې غواړي خپلو موخو ته ورسېږي.