آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د مسکو څلور اړخیزې غونډې په دویمه ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ګډون کوونکو هېوادونو په یو غږ د یو با ثباته، خپلواک او له ترهګرۍ او بهرنیو مداخلو پاک افغانستان پر ژمنې ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه اندیښنه څرګنده شوه او یادو هېوادونو له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د همغږۍ او ګډ اقدام پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په خپل ایکس پاڼه زیاته کړې: «په دې غونډه کې ګډونوالو په یو غږ د یو باثباته، خپلواک او سوله ییز افغانستان لپاره په خپله ژمنه ټینګار وکړ، او له ترهګرۍ او بهرنۍ لاسوهنې د پاک هیواد پر اړتیا یې هم ټینګار وکړ.»
د سیاسي چارو شنونکی میاګل وثیق آفاق خبري آژانس سره د دې ناستې د اهمیت په اړه وايي: «افغانستان یو مهم ستراتیژیک موقعیت لرونکی هیواد دی، او دا موقعیت د ټولو هیوادونو لپاره مهم دی. له تیرو وختونو څخه تر اوسني وخت پورې، لویو قدرتونو تل هڅه کړې چې د دې هیواد ستراتیژیک موقعیت کې نفوذ وکړي.»
د افغانستان د وضعیت او سیمې د ټیکاو په اړه د پاکستان، روسیې، چین او ایران د استازو ترمنځ د څلور اړخیزې غونډې له لومړۍ ورځې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې د یادې غونډې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وې.
اسماعیل بقايي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د نظامي اډې جوړول یا بیارغاونه د سیمې هېوادونو د اندېښنې وړ موضوع ده او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور له ویجاړۍ، نا امنۍ او ترهګرۍ پرته بله پایله نه درلوده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي بیا د یادې غونډې د مطرح شویو بحثونو په اړه وایي: «د اندېښنې وړ مسلو څخه یوه د بهرنۍ لاسوهنې مسله ده. یقینا، د افغانستان دننه یا شاوخوا سیمه کې د پوځي اډو د جوړولو یا بیارغونې مسله د ګډې سیمه ییزې اندیښنې مسله ده.»
په ورته مهال د چارو ځینې شنونکي د غونډو د جوړیدو او افغانستان د اوسني وضعیت په اړه داسې لیدلوري لري، د نړیوالو اړیکو شنونکی عزیز معارج آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «داسې اورېدل شوي چې امریکا ممکن د بګرام اډې ته بیرته راستنه شي، ممکن د امنیتي دلایلو او ایران پورې اړوند مسایلو له امله، په ځانګړې توګه د ځینو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنې. په هرصورت، په تیرو شلو کلونو کې، په افغانستان کې وضعیت داسې شوی چې هر هېواد له خپلو ګټو سره سم عمل کوي او نور هېوادونه هم خپل نظرونه او اندیښنې لري او هڅه کوي چې له افغان چارواکو سره اړیکه ونیسي او خپلې ستونزې مطرح او حل کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د وضعیت په تړاو د مسکو څلور اړخیزه غونډه تیره ورځ د چین، روسیې، ایران او پاکستان هېوادونو د استازو ترمنځ د دوو ورځو لپاره جوړه شوه.
